نورستان کې درې د اوبو لګولو کانالونه او دوه سترې د اوبو زېرمې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۲۸
نورستان کې درې د اوبو لګولو کانالونه او دوه سترې د اوبو زېرمې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
په نورستان ولایت کې د «دي آر سي» مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ او د کرنې ریاست په نږدې همغږۍ درې د اوبو لګولو کانالونه او دوه لویې د اوبو زېرمې بشپړې او رسماً د خلکو د استفادې لپاره پرانیستل شوې، چې له امله به یې ۱۵۵ هکتاره کرنیزه ځمکه د اوبو لګولو تر پوښښ لاندې راشي.
د نورستان ولایت په مرکز پارون او کانتیوا ولسوالیو کې د اوبو یادې پروژې د افغانستان لپاره د «دي آر سي» مؤسسې په همکارۍ عملي شوې دي. په مرکز پارون کې د چتراس کلي ۲۴۵ متره کانال او ۳۷۵ متره مکعب د اوبو زېرمه، همدارنګه د اسټیوي کلي ۳۰۰ متره کانال او ورته اندازه زېرمه بشپړه شوې ده. په کانتیوا ولسوالی کې هم ۳۲۰ متره اوږد اوبو لګولو کانال رغول شوی دی.
د«دي آر سي»  سیمه ییزانجنیر د معلوماتو له مخې، له دغو پروژو څخه به ټولټال ۱۵۵ هکتاره کرنیزه ځمکه او بڼونه د اوبو لګولو تر پوښښ لاندې راشي. د ده په وینا، دا کار به د کرنیزو حاصلاتو په زیاتوالي، د بڼوالۍ په پیاوړتیا او د سیمې د اقتصادي وضعیت په ښه کېدو کې څرګند اغېز ولري.
د پروژو د پرانستلو مراسم د نورستان د مرستیال والي مولوي فیصل مختار، د «دي آر سي» مسؤلینو، د کرنې او اقتصاد ریاستونو استازو او ګڼ شمېر سیمه‌ییزو اوسېدونکو په ګډون ترسره شول.
ویناوالو د اوبو لګولو د سیستمونو اهمیت، د کرنیزو حاصلاتو د لوړوالي اغېزې، او د خلکو لپاره د کاري زمینو رامنځته کېدل یاد کړل او د پروژې د ساتنې او پالنې پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
د سیمې متنفذینو او اوسېدونکو د «دي آر سي»  مؤسسې او د کرنې ریاست له هڅو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې دغه پروژې به په ګډه او دوامداره توګه وساتي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۶:۰
Background image

د خوست د کرنې ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال د عوایدو راټولولو په برخه کې دویم مقام خپل کړ

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال په اوږدو کې د عوایدو راټولولو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنه تر لاسه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۵۸
Background image

د میدان وردګو جغتو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

 ۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسلکي کارکوونکو له خوا د دې ولایت د جغتو ولسوالی یوشمېربزګران د غنمو د کرکیلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۳۵
Background image

د کندهار دکرنې ریاست او انسټو پوهنتون ترمنځ دګډې همکارۍ په پار ناسته وشوه

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرشید منیب او د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون رییس مولوی شبیراحمد. . .

بازگشت