د هلمند نوزاد کې یو چکډېم جوړ او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۳۳
د هلمند نوزاد کې یو چکډېم جوړ او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د نوزاد ولسوالی په غوریانو سیمه کې یو چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد چکډېم د ډاکار مؤسسې په مالي لګښت جوړ شوی چې د ۳٠۰۳۱ مترمکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري. د دغه چکډېم د جوړېدو په پایله کې به د نوزاد ولسوالی شاوخوا ۵۰۰ جریبه کرنیزو ځمکو ته مستقیمه ګټه ورسېږي او د سیمې د بزګرانو د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا لامل به شي.
د چکډېم د جوړېدو سره به د اوبو تنظیم، د باراني اوبو ذخیرې، د ځمکو د لا رغنده خړوبونې سیستم رامنځته شي او د وچکالۍ د منفي اغېزو په کمېدو کې به هم مهم رول ولوبوي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د دا ډول پروژو پلي کول به د کرنې د سکتور د پرمختګ ترڅنګ د بزګرانو اقتصادي ثبات ته هم نوي فرصتونه برابر کړي.


ساخت و افتتاح یک ‌چکدم در ولسوالی نوزاد هلمند
۲۶ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ جُمادی‌الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
به تلاش‌های ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هلمند، یک چکدم در منطقه غوریانو ولسوالی نوزاد ساخته و رسماً به بهره‌برداری سپرده شد.
این چک‌دم با هزینه مالی موسسه داکار ساخته شده و ظرفیت ذخیره ۳۰٬۰۳۱ مترمکعب آب را دارد. بهره‌برداری از این پروژه مستقیماً به حدود ۵۰۰ جریب زمین‌های زراعتی ولسوالی نوزاد خدمت خواهد کرد و به تقویت فعالیت‌های کشاورزی منطقه کمک می‌کند.
با ساخت چک‌دم، امکان تنظیم آب، ذخیره آب‌های بارانی و ایجاد سیستم آبیاری مؤثر برای زمین‌ها فراهم شده و نقش مهمی در کاهش اثرات منفی خشکسالی ایفا خواهد کرد. مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری هلمند تأکید کردند که اجرای چنین پروژه‌هایی علاوه بر پیشرفت بخش زراعت، فرصت‌های جدیدی برای ثبات اقتصادی بزگران و توسعه پایدار کشاورزی منطقه فراهم می‌کند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۴:۴۷
Background image

د کرنې وزارت لخوا ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۱:۵۷
Background image

فراه کې پر زرګونو مستحقو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل لړۍ پیل شوه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «سي.اچ.اې»  مؤسسې په تخنیکي همکاری او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۱:۴۹
Background image

د لغمان د کرنې ریاست د بودجې لګښتونو او عوایدو ارزونه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د سپارښتنې پراساس، د مالي او حسابي چارو رییس مولوي ضیاءالدین په مشرۍ یو پلاوی لغمان ولایت ته سفر وکړ،. . .

بازگشت