غزني کې ۸۴ بزګرانو ته د انجې نیالګي او کرنیز وسایل ووېشل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۲۲
در ولایت غزنی برای ۸۴ دهقان نهال‌های گیاه «انجه» و وسایل زراعتی توزیع شد

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت په مالي مرسته، د دغه ولایت د اندړ، ګیلان، مقر، ناوه او خواجه عمري ولسوالیو ۸۴ تنه بزګرانو ته د انجې بوټو نیالګي او اړوند کرنیز وسایل ووېشل.
د پروګرام له مخې، هر بزګر ته ۷۰۰۰ د انجې بوټې نیالګي او اړوند وسایل ورکړل شول، څو د انجې بوټو د کرلو او پالنې چارې په ښه ډول ترسره کړي.
د غزني د کرنې ریاست چارواکي وایي، د غزني ولایت اقلیم د انجې نبات د کرلو لپاره مناسب دی او له پخوانیو کروندو څخه د دې نبات ښه حاصلات ترلاسه شوي دي.
دغه اقدام د بزګرانو د اقتصادي ملاتړ، د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي او د بدیلو معیشتي فرصتونو د پراختیا په موخه ترسره شوی دی.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۴
Background image

کرنې وزارت کې د بیرغ د پورته کولو مراسم ترسره شول

۲۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
 د کابل د فتحې د پنځمې کلیزې په مناسبت، د افغانستان اسلامي امارت د بیرغ د پورته کولو مراسم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ په حضور کې د دغه وزارت په انګړ کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

بازگشت