ننګرهار کې پر نږدې ۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کرنیزتوکي ووېشل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۵:۳۱
ننګرهار کې پر نږدې ۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کرنیزتوکي ووېشل شول

۲۹ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ډنمارک د کدوالو نړۍوالې ادارې له لورې په هسکه مېنه،ا چین او سپین غر ولسوالیو کې ٤٨٤ بزګرانو ته د دوه جريبه ځمکې لپاره دغنمو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیز وسایل ورکړل شو.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې هر بزګر ته ٥٠ کیلو د غنمو اصلاح شوي تخم،٥٠ کیلو توره ،٥٠ کیلو یوریا سره او په کرنیزو وسایلو کې بېلچه، تسکوره، پنجي، لور او رمبي دکرنيزو فعالیتونو ترسره کولو په موخه هم ورکړل شوه.
د ننګرهار د کرنې رییس وویل، هڅه کوي سږکال په  ولسوالیو کې بزګرانو ته د کرلو وخت څخه وړاندې اصلاح شوي تخمونه ووېشې، ترڅو بر وخت کرنه ترسره او دخپلو ځمکو څخه ښه حاصل ترلاسه کړي.
د ډنمارک دکډوالو ادارې د کرنې برخې مسؤل انجنیر یوسفزی وویل، چې یادو بزګرانو ته د غنمو د کرلو، نرم کارۍ، هرزه وښو کنټرول، اوبو لګولو او نورو اړونده برخو کې روزنې هم ورکړل شوي .


در ولایت ننگرهار برای نزدیک به ۵۰۰ دهقان تخم‌های اصلاح‌شده گندم و ابزارهای زراعتی توزیع شد
۲۹ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، اداره بین‌المللی مهاجرت دانمارک برای ۴۸۴ دهقان در ولسوالی‌های هسکه‌مینه، اچین و سپین‌غر تخم اصلاح‌شده گندم، کود کیمیاوی و وسایل زراعتی برای دو جریب زمین توزیع کرد.
مولوی محمد ولی محسن، رییس زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار گفت که برای هر دهقان ۵۰ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده گندم، ۵۰ کیلوگرام کود توره، ۵۰ کیلوگرام کود یوریا و نیز ابزارهای زراعتی چون بیلچه، تسکوره، پنجه، لور و رمبی جهت انجام فعالیت‌های زراعتی توزیع گردید.
رییس زراعت ننگرهار افزود که تلاش دارند امسال پیش از آغاز فصل کشت، تخم‌های اصلاح‌شده را در ولسوالی‌ها توزیع نمایند تا دهقانان بتوانند به موقع کشت کرده و از زمین‌های خود حاصل بهتر به‌دست آورند.
انجینر یوسفزی، مسؤول بخش زراعت اداره مهاجرت دانمارک گفت که برای دهقانان مذکور در زمینه‌های کشت گندم، نرم‌کاری زمین، کنترل گیاهان هرزه، آبیاری و سایر موضوعات مرتبط نیز آموزش‌های لازم ارائه شده است.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د ننګرهار ګوشتې ولسوالی کې د ځنګلونو د ساتنې او غیرقانوني قطعې د مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه

۱۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ګوشتې ولسوالی د ځنګلونو مدیریت مسؤلینو د ګوشتې ولسوالی د دوړ خېلو او خوګا خېلو کلیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۰:۳۷
Background image

د ننګرهار یوشمېر ولسوالیو کې بزګرانو او بڼوالو ته مسلکي روزنه ورکړل شوه

۱۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په شېرزاد، حصارک او ګوشتې ولسوالیو کې  بزګرانو او بڼوالو  ته د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې مسلکي او عملي روزنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

بازگشت