هېواد کې د انځرو حاصلات ۳۵ سلنه زیات شوي 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۰:۱۱
هېواد کې د انځرو حاصلات ۳۵ سلنه زیات شوي 

۲۶ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې او کرنیزو معلوماتو ریاست د شمېرو پر بنسټ، سږ کال په هېواد کې د انځرو حاصلات د تېر کال په پرتله ۳۵ سلنه زیات شوي دي.
د دغو شمېرو له مخې، سږ کال له ټول هېواد څخه ۱۵۱ زره او ۷۵۴ میټریک ټنه انځر ترلاسه شوي دي، په داسې حال کې چې د تېر کال تولید ۱۱۱ زره او ۷۷۴ میټریک ټنه و، چې ۳۹ زره او ۹۸۰ میټریک ټڼه زیاتوالی ښیي.
زابل، کندهار، هرات، روزګان او هلمند هغه ولایتونه دي، چې د انځرو ډېر بڼونه لري او د انځرو ډېری حاصلات له یادو ولاستونو څخه ترلاسه کېږي، خو په نورو ولایتونو کې هم د انځرو بڼونه شتون لري.
سږ کال، ۱۷ زره او ۵۰۷ هکتاره ځمکه د انځرو بڼونه پوښلې وه، چې له دغو بڼونو څخه ۱۵۱ زره او ۷۵۴ میټریک ټنه حاصل راټول شوي دي.
د افغانستان وچ او تازه انځر د خپل لوړ کیفیت، خوږ خوند او ډېرو ځانګړتیاوو له امله ډېر مشهور دي، او د هېواد یو له مهمو صادراتي توکو څخه ګڼل کېږي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه په خپل پنځه کلن پلان کې د انځرو بڼونو بیارغولو، د نویو بڼونو جوړولو، په دې سکتور کې د پانګونې راجلبولو او د انځرو پروسس فابریکو جوړولو باندې تمرکز کړی دی، ترڅو د تولید کچه لوړ شي او د هېواد بزګرانو ته د مناسب کورني او بهرني بازار موندنې فرصتونو په برابرولو سره د عاید غوره فرصتونه رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

ننګرهار کې پر ۳۲۰ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د زده کړې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې  په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په بهسود،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتیکا مټاخان ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

بازگشت