د کرنې په وزارت کې د کرنیزو تخمونو د بورډ غونډه دایره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۰:۱۲
د کرنې په وزارت کې د کرنیزو تخمونو د بورډ غونډه دایره شوه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ د کرنیزو تخمونو د بورد غونډه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» استازی، د کرنیزو تخمونو تولیدوونکو شرکتونو او د اصلاح شوو نیالګیو د تولیدي شرکتونو د استازو په ګډون د دې وزارت په مقر کې ترسره شوه.
په یاده غونډه کې څارويو لپاره د علوفې د برابرولو، د نويو علوفو د ورایټیو پېژندنې، څېړنیز او ازمایښتي تجربو، د تصدیق شوو مېوه‌لرونکو نیالګیو د تولید او د تصدیق شوو مورني تخمونو د تولید په هکله خبرې اترې وشوې او همدارنګه  دکرنې وزارت د  کرنیزو تخمونو د تصدیق ریاست له خوا د کرنیزو تخمونو د تولیدوونکو شرکتونو د ارزونې راپور وړاندې او په یادو برخو کې ګډونوالو خپل وړاندیزونه وړاندې او نظرونه تباله کړل.
مولوي عثماني په خپلو پرانیستونکو خبرو کې د تخم پر ارزښت او دغه راز د تولیدي شرکتونو پر شفاف او معیاري فعالیت ټینګار وکړ. نوموړي له اړوندو ادارو وغوښتل، چې د لوړ کیفیت لرونکو نیالګیو تولید، د اړوندو ادارو ترمنځ همغږۍ او د څارويو لپاره معیاري او صحي علوفې برابرولو ته جدي پاملرنه وکړي، څو بزګران او عام خلک ترې هر اړخیزه ګټه پورته کړي.
د غونډې په پای کې ګډونوالو خپلې نظریې او وړاندیزونه د بحث شوو موضوعاتو په تړاو وړاندې کړل او د بحث اړوند اړینې پریکړې تصویب شوې.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۶:۰
Background image

کرنې وزارت کې د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه دایره شوه

۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د لا ښه ترسره کېدو په موخه، د ملي او نړۍوالو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۵:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست نوی رییس معرفي شو

۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
مولوي عبدالعلي عمري د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د وړاندیز او د اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د عالي مقام. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۵:۵۷
Background image

د ننګرهار کوز کونړ ولسوالی کې سلګونو مالدارانو سره د څارویو د متراکمو خوراکي توکو مرسته وشوه 

۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د افغان ځوانانو خدماتي. . .

بازگشت