کندز کې د کرنې او کلیو پراختیا سکټور د همغږۍ غونډه ترسره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۴:۳
کندز کې د کرنې او کلیو پراختیا سکټور د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۱۶ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
کندز ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د همکارو مؤسسو او بنسټونو سره د همغږۍ او پرمختګ په موخه غونډه وکړه. په دې ناسته کې د دولتي ادارو، همکارو مؤسسو او د کرنې ریاست مسئولینو ګډون کړی و، چې موخه یې د کرنیزو فعالیتونو همغږي، د ستونزو حل او د راتلونکو پروګرامونو طرحه کول وو.
دغه غونډه د کندز دکرنې رییس مولوي نیاز محمد عابد، په مشرۍ ترسره شوه. نوموړي د ګډونوالو هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه، چې د کرنې او کلیو پراختیا سکتور د خلکو د اقتصادي ودې او د کروندګرو د ژوند د ښه والي لپاره خورا مهم رول لري.
مولوي عابد له ټولو همکارو ادارو او مؤسسو وغوښتل څو د لا زیاتو هڅو او همغږۍ له لارې د کروندګرو د ملاتړ او د کلیو د پراختیا په برخه کې اغېزمنه ونډه واخلي.
د غونډې پر مهال، د کرنې او کلیو پراختیا په برخه کې د همکارو مؤسسو مسئولینو خپلې کاري لاسته راوړنې، راپورونه او راتلونکې پلانونه وړاندې کړل. هغوی د دولتي ادارو د همکارۍ او ملاتړ مننه وکړه او د ګډو هڅو د دوام غوښتنه یې وکړه.
ګډونوالو د کرنې او کلیو پراختیا په برخه کې پر موجودو ستونزو او ننګونو هم بحث وکړ او د هغو د حل لپاره د عملي لارو چارو وړاندیزونه وشول.
په پای کې، د کندز د کرنې رییس د ټولو ګډونوالو، مؤسسو او دولتي ادارو د همکارۍ څخه مننه وکړه او د کرنې او کلیو پراختیا په برخه کې د لا زیاتو پرمختیايي پروګرامونو د تطبیق ټینګار وکړ. غونډه د چاپېریال ساتنې د رییس په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۱:۱۱
Background image

د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکتور تولیدوونکو او متشبثینو لپاره ځانګړی فرصت!

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا ریاست تاسو ته بلنه درکوي، چې د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په پنځه دېرشم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کندهار کې ۱۸۰ کورنیو ته د شلومبو جوړولو ماشینونه ووېشل شول

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د یاد ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کابل کې د نور هېواد سړې خونې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل ښار د خوشحال خان په سیمه کې د نور هېواد سړې خونې د. . .

بازگشت