خوست کې د ګانګو تبې د مخنیوي کمپاین پیل شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۴:۶
خوست کې د ګانګو تبې د مخنیوي کمپاین پیل شو

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ګانګو وینې بهېدونکې تبې  ناروغۍ د مخنیوي په موخه کمپاین په رسمي ډول پیل شو.
یاد کمپاین د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دپراختیایي بودیجې په مالي ملاتړ، د خوست ولایت مرکز او ۱۲ ولسوالیو کې د ۱۳ سیمه ییزو وترنر ډاکټرانو له لوري عملي کېږي.
د کمپاین اصلي موخه د څارویو له بدنونو څخه د ټیک یا (کنې) له منځه وړل او د ګانګو تبې د خپرېدو مخنیوي دی، چې په ترڅ کې به یې د څارویو ترڅنګ غوجلې هم دوا پاشي شي. د پلان له مخې به د ولایت په ټولو اړوندو ولسوالیو کې سلګونه راسه واړه او لوی حیوانات دواپاشي شي.
دخوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رهبري زیاتوي، چې د یاد کمپاین له لارې به د ګانګو تبې او د حیواني ناروغیو د خپرېدو مخه ونیسي، ترڅو د انسانانو او حیواناتو روغتیا وساتل شي. دغه راز د خوست د کرنې ریاست ژمن دی، چې د دې او ورته نورو وقایوي پروګرامونو له لارې د عامې روغتیا او د مالدارۍ د سکتور ودې لپاره خپلې هڅې لا پیاوړې کړي.


آغاز کمپاین پیشگیری از تب گانگو در ولایت خوست
۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت خوست کمپاین پیشگیری از بیماری تب گانگو را به صورت رسمی آغاز کرد.
این کمپاین با حمایت مالی بودجه توسعه‌ای وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و توسط ۱۳ وترنر  محلی در مرکز ولایت و ۱۲ ولسوالی عملی می‌شود.
هدف اصلی این کمپاین، از بین بردن کنه‌ها از بدن حیوانات و جلوگیری از انتشار بیماری تب گانگو است؛ در جریان کمپاین، دارو نیز به حیوانات اهلی و طیور پاشیده خواهد شد. طبق برنامه، صدها رأس حیوانات بزرگ و کوچک در تمامی ولسوالی‌های مرتبط ولایت دواپاشی می‌شوند.
رهبری ریاست زراعت خوست می‌افزاید که از طریق این کمپاین، مانع انتشار تب گانگو و سایر بیماری‌های حیوانی خواهند شد تا سلامت انسان‌ها و حیوانات حفظ شود. همچنین ریاست زراعت خوست متعهد است که از طریق این و برنامه‌های پیشگیرانه مشابه، تلاش‌های خود را برای ارتقای سلامت عمومی و توسعه سکتور مالداری تقویت کند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۱:۵۵
Background image

کندهار کې د پنبې د پروسس او خوراکي توکو د تولید په برخه کې ستره پانګونه

۱۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار په ولایت کې یو کورني پانګوال د شاوخوا ۵.۴ میلیونه ډالرو په شخصي لګښت د خوراکي توکو د تولید او پروسس په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۱:۲۴
Background image

بلخ ولایت کې د اقلیمي بدلونونو د پوهاوي روزنیز پروګرامونه ترسره شول

۱۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست د بلخ د کرنې ریاست په همغږۍ ددې ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۰:۵۳
Background image

د کندهار په تخته‌پل کې د لوی چکدېم جوړول؛ د سېلابونو د کنټرول او د اوبو د کمښت د کچې ټیټولو په پار اغیزمن ګام

۱۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی د بیانزو کلي اوسېدونکي د اوبو د زېرمه کولو د لوی چکډېم د کار له بشپړېدو هرکلی کوي او دا یې د سېلابونو د. . .

بازگشت