کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۳:۲۳
کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون د ۱۴۰۴ هـ.ل کال د تلې له ۹ تر ۱۲مې نېټې پورې، د کابل ښار په بادام‌باغ څېړنیز فارم کې ترسره شو. په دغه نندارتون کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه بزګرانو، تولیدوونکو او اړوندو ادارو خپل کرنیز، مالدارۍ او لاسي صنایعو محصولات نندارې ته وړاندې کړل.
په نندارتون کې د پام وړ اقتصادي فعالیتونه هم ترسره شول، چې د هېواد د کرنیز سکتور د ودي او خوځښت ښکارندویي کوي. د کرنیزو، مالدارۍ او لاسي صنایعو محصولاتو مستقیمې پلورنې ۲۳ میلیونه او ۳۲۱زره او ۹۹۴ افغانۍ ارزښت درلود.
همداراز، د خصوصي او دولتي شرکتونو او ادارو ترمنځ ۱۵۲ قراردادونه د ۲۳ میلیونه او ۲۲۸ زره افغانیو په ارزښت لاسلیک شول.
سربېره پر دې، د بېلابېلو اړخونو ترمنځ ۵۳ ژمنې د ۴۰ میلیونه او ۳۶ زره او ۸۴۰ افغانیو په ارزښت ترسره شوې، چې تمه ده په راتلونکي کې عملي شي.
همدارنګه، د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د فعالو ادارو ترمنځ ۳۸ هوکړه لیکونه د ۱۰ میلیونه او ۱۵۱ زره او ۸۵۰ افغانیو په ارزښت لاسلیک شول، چې د لا زیاتو همکاریو او پراختیا زمینه به برابره کړي.
د دې نندارتون د پلور، قراردادونو، ژمنو او هوکړه‌لیکونو ټولیز ارزښت ۹۶ میلیونه او ۷۳۸ زره او ۶۸۴ افغانیو ته رسېږي.
یاد نندارتون د افغانستان اسلامي امارت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د کرنیزو لاسته راوړنو د معرفي، د بېلابېلو سکتورونو ترمنځ د همکاریو د زیاتوالي او د کورنیو محصولاتو د بازار موندنې د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی و، چې خلکو، خصوصي سکتور او کورنیو او نړۍوالو بنسټونو یې پراخ هرکلی وکړ.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۱:۵۵
Background image

کندهار کې د پنبې د پروسس او خوراکي توکو د تولید په برخه کې ستره پانګونه

۱۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار په ولایت کې یو کورني پانګوال د شاوخوا ۵.۴ میلیونه ډالرو په شخصي لګښت د خوراکي توکو د تولید او پروسس په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۱:۲۴
Background image

بلخ ولایت کې د اقلیمي بدلونونو د پوهاوي روزنیز پروګرامونه ترسره شول

۱۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست د بلخ د کرنې ریاست په همغږۍ ددې ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۰:۵۳
Background image

د کندهار په تخته‌پل کې د لوی چکدېم جوړول؛ د سېلابونو د کنټرول او د اوبو د کمښت د کچې ټیټولو په پار اغیزمن ګام

۱۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی د بیانزو کلي اوسېدونکي د اوبو د زېرمه کولو د لوی چکډېم د کار له بشپړېدو هرکلی کوي او دا یې د سېلابونو د. . .

بازگشت