په لومړي ځل افغانستان څخه د غوښې صادرات پیل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۹:۷
په لومړي ځل افغانستان څخه د غوښې صادرات پیل شول

۲۲ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د لومړي ځل لپاره د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مشرتابه د سپارښتنې پر بنسټ، د هېواد د غوښې د صادراتو بهیر په ازمایښتي ډول د بلخ ولایت په امارتي معیاري مسلخ کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پیل شو.
دغه لړۍ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر له‌خوا د وزارت د مقام د سلاکارانو، یو شمېر امارتي چاروکو او سوداګرو په حضور کې پرانیستل شو.
د چارواکو په خبره د بلخ امارتي مسلخ او همدارنګه نور مسلخونه تیار دي، چې د ټاکل شوو معیارونو پر بنسټ څاروي حلال کړي او غوښه یې د صادراتو لپاره چمتو کړي. همدارنګه، خصوصي شرکتونه هم کولای شي د مشخصو معیارونو پر اساس د وړو شخوندوهونکو څارویو (وزې او میږې) د غوښې د صادراتولړۍ له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته پیل کړي.


برای نخستین بار صادرات گوشت از افغانستان آغاز شد
۲۲ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
برای نخستین بار به اساس هدایت رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری  امارت اسلامی افغانستان، روند صادرات گوشت از کشور به بیرون به گونه امتحانی طی مراسمی در مسلخ معیاری امارتی ولایت بلخ آغاز گردید.
این روند طی مراسمی رسمی از سوی مفتی ذاکرالله ذاکر رییس عمومی مالداری و صحت حیوانی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور مشاورین مقام وزارت و شماری از مسوولان امارتی و تاجران افتتاح شد.
به گفته مسوولان، مسلخ امارتی بلخ و همین گونه سایر مسلخ‌ها آماده است تا بر بنیاد معیارهای تعین‌شده حیوانات را ذبح کرده و گوشت آن را برای صادرات آماده سازد. همچنان شرکت‌های خصوصی نیز می‌توانند بر اساس معیارهای مشخص‌شده، روند صادرات گوشت نشخوار کننده گان کوچک ( بز و گوسفند) را از داخل افغانستان به بیرون از کشور عملی کنند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۲
Background image

د کرنې وزارت کارکوونکو لپاره درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د دې وزارت ۵۰ تنو کارکوونکو لپاره درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو. دغه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۱
Background image

نورستان کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین پیل شو

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت د ۱۴۰۵ هـ.ل کال د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین د یو لړ مراسمو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۵۴
Background image

روسیې ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر او د تخنیکي همکاریو پر پراختیا یې ټینګار

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړی پلاوی، چې مشري یې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني کوله، د روسیې فدراسیون ته د. . .

بازگشت