ننګرهار کې د کرنیزو او مالدارۍ  پروژو د چټک تطبیق او ادارې اصلاحاتو په پار هلې ځلې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۹:۴۱
ننګرهار کې د کرنیزو او مالدارۍ  پروژو د چټک تطبیق او ادارې اصلاحاتو په پار هلې ځلې

 ۵  وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ادارې د اصلاح، کرنیزو خدمتونو د پیاوړتیا او د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ لپاره نوې برنامې پيل کړي دي. د یاد ریاست د اوونیز اداري غونډې په وروستۍ ناسته کې پر مهمو کرنیزو، تدارکاتي او اداري اصلاحاتو بحث وشو.
د ناستې پر مهال، د کرنیزو تدارکاتي پلانونو، د خالصه ملکیتونو د ثبت، بودیجې موثر لګښت،عوایدو راټولولو، څړځایونو ساتلو، بیت المال ساتنه او د ادارې د شفافیت د لوړولو پر موضوعاتو خبرې وشوې.
د ننګرهار د کرنې رییس مولوی محمد ولي محسن ټینګار وکړ، چې باید د خالصه جایدادونو دغصب مخنیوی ته جدي پاملرنه وشي، د برېښنا سپما رامنځته شي، په غیر قانوني لارو  افغانستان ته د څارویو داخلېدو  مخه ونیول شي او د کرنیزو او مالدارۍ پروژو عملي کېدو ته سرعت ورکړل شي.
ښاغلي محسن  وایي، چې دا نوي اقدامات به د کرنیزو خدمتونو د کیفیت د لوړولو، د بزګرانو د عوایدو د زیاتوالي او د محلي اقتصاد د پیاوړتیا لامل شي. همدارنګه، د دې هڅو موخه دا ده، چې د کرنیزو او مالدارۍ چارو د روڼتیا، همغږۍ او حساب ورکولو کچه لوړه شي.
دننګرهار د کرنې رییس په وینا، د بزګرانو د ملاتړ لپاره د علمي معلوماتو او تخنیکي روزنې پروګرامونه به هم پراخ شي، ترڅو د عصري کرنیزو لارو چارو په مرسته د حاصلاتو کچه لوړه شي. د غونډې ګډونوالو خپلې ستونزې او وړاندیزونه هم شریک کړل، چې د حل لپاره یې د کرنې رییس ډاډ ورکړ.

ننگرهار: تلاش‌ها برای تطبیق سریع پروژه‌های زراعتی و مالداری و اصلاحات اداری
۵ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ ربیع‌الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار برنامه‌های جدیدی را برای اصلاحات اداری، تقویت خدمات زراعتی و حمایت از دهقانان و مالداران آغاز کرده است. در آخرین نشست هفتگی اداری این ریاست، روی اصلاحات مهم زراعتی، تدارکاتی و اداری بحث صورت گرفت.
در این نشست روی موضوعاتی چون پلان‌های تدارکاتی زراعتی، ثبت ملکیت‌های خالصه، مصرف مؤثر بودجه، جمع‌آوری عواید، حفاظت از چراگاه‌ها، نگهداری بیت‌المال و ارتقای شفافیت اداری صحبت شد.
مولوی محمد ولی محسن رییس زراعت ننگرهار تأکید کرد که باید از غصب جایدادهای خالصه به‌صورت جدی جلوگیری شود، صرفه‌جویی در مصرف برق ایجاد گردد، از ورود غیرقانونی حیوانات به افغانستان جلوگیری شود و در تطبیق پروژه‌های زراعتی و مالداری سرعت داده شود.
آقای محسن گفت این اقدامات جدید سبب ارتقای کیفیت خدمات زراعتی، افزایش عواید دهقانان و تقویت اقتصاد محلی خواهد شد. همچنان هدف این تلاش‌ها بالا بردن سطح شفافیت، هماهنگی و حساب‌دهی در امور زراعتی و مالداری است.
به گفته رییس زراعت ننگرهار، برای حمایت از دهقانان، برنامه‌های آموزشی علمی و تخنیکی نیز گسترش خواهد یافت تا به کمک روش‌های عصری زراعتی، سطح حاصلات افزایش یابد. اشتراک‌کنندگان نشست مشکلات و پیشنهادهای خود را نیز شریک ساختند که رییس زراعت برای حل آن‌ها اطمینان داد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۰:۴
Background image

کندهار کې د ۲.۱ میلیونه افغانیو په لګښت یو معیاري چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د اوبو د زېرمو پیاوړتیا، د وچکالۍ اغېزو کمولو او د کرنې او مالدارۍ د ودې په موخه، د کرنې وزارت د نویو اوبو ساتونکو پروژو پلي کولو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۰:۴
Background image

لغمان کې د نږدې  ۱۱ میلیونو افغانیو په ارزښت په ۱۸ هکټاره ځمکې کې د بیرې ځنګل دجوړولو چارې پیل شوې

۲۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام «یو.ان.ډي.پي»د ابادۍ پروژې په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۵:۱۰
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق                                                            
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د سره رود، مومندرې،. . .

بازگشت