د ۱۴۰۴ ام لمریز کال د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۱:۵۳
د ۱۴۰۴ ام لمریز کال د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له خوا د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو دري دېرشم نندارتون د ۱۴۰۴ ام لمریز کال د تلې میاشتې له ۹ تر ۱۲ نېټې پورې، د سلګونو تولیدوونکو، متشبثینو، سوداګرو او لسګونه زره نندارچیانو په ګډون د څلورو ورځو لپاره د کابل په بادام‌باغ کې په لاره واچول شي.
 په دې کرنیز نندارتون کې، د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ اړوند بېلابېل ښه کیفیت لرونکي توکي، پروسس شوي مالدارۍ او کرنیز تولیدات، کرنیز ماشینونه، د افغانستان غوره زعفران، طبي بوټي او نباتات، د اوبولګولو تجهیزات، مثمر او غیر مثمرې نیالګي، د برېښنا تولیدوونکي لمریز دستګاوې، کرنیز او د لاسي صنایعو تولیدات نندارې ته وړاندي کیږي.
د دغه نندارتون له لارې بزګران او تولیدونکي کولای شي د راتلونکو همکاریو لپاره له متشبثینو، سوداګرو او د کرنیزو محصولاتو له صادرونکو سره تړونونه او هوکړه لیکونه لاسلیک کړي.
په همدې موخه ټولو هغو شرکتونو ته چې د کرنیزو توکو، اوبولګولو، بڼوالۍ او مالدارۍ په برخو کې کار کوي خبر ورکول کېږي، چې ستاسو د کرنیزو محصولاتو نندارې لپاره ددې نندارتون غرفې د۱۴۰۴ ام لمریز کال د وږي میاشتې له لومړۍ نېټې د تلې تر ۸ مې نېټې پورې وېشل کېږي.
په مهربانۍ سره د ثبت او غرفې تر لاسه کولو په پار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست د کرنیزو نندارتونونو امریت ته مراجعه وکړئ.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۰:۴
Background image

کندهار کې د ۲.۱ میلیونه افغانیو په لګښت یو معیاري چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د اوبو د زېرمو پیاوړتیا، د وچکالۍ اغېزو کمولو او د کرنې او مالدارۍ د ودې په موخه، د کرنې وزارت د نویو اوبو ساتونکو پروژو پلي کولو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۰:۴
Background image

لغمان کې د نږدې  ۱۱ میلیونو افغانیو په ارزښت په ۱۸ هکټاره ځمکې کې د بیرې ځنګل دجوړولو چارې پیل شوې

۲۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام «یو.ان.ډي.پي»د ابادۍ پروژې په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۵:۱۰
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق                                                            
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د سره رود، مومندرې،. . .

بازگشت