د کرنې، اوبو او انرژۍ او کلیو پراختیا وزارتونو ترمنځ د ارغنداب د اوبولګولو پر پروژې غونډه وشوه

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۲۶ - ۱۴:۵۷
 د کرنې، اوبو او انرژۍ او کلیو پراختیا وزارتونو ترمنځ د ارغنداب د اوبولګولو پر پروژې غونډه وشوه

۲۶ لېندۍ ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال ښاغلي حشمت الله غفوري په مشرۍ د کرنې، د کلیو او پراختیا او د اوبو او انرژۍ وزارتونو ترمنځ د ارغنداب اوبولګولو پر پروژې خبرې اترې وشوې.
په دې غونډه کې د پروژې پر موخو، د کار پر پیلېدو، د سیمه ییز دفتر پر جوړولو او د کارکوونکو پر استخدم خبرې اترې وشوې. ددې ترڅنګ په دې غونډه کې د ارغنداب د اوبولګولو د پروژې د خاورې، اوبو او کرنې لپاره د ځمکې پر مطالعاتو او د کانالونو د سروې او ډېزاین په هکله هم خبرې اترې وشوې.
د سروې له مخې د ارغنداب حوزوې ځمکې د سبو، انګورو او نورو بڼونو او دغه راز د غلو دانو او حبوباتو کښت لپاره مناسبه ځمکه ده. په دې حوزه کې د مګړۍ د اوبولګولو وړ ۵۴ زره او ۸۸ هکټاره ځمکې دي، چې ددې پروژې تر پليکېدو وروسته به دغه کچه ۶۵ او اند ۹۰ زره هکټارو ته ورسیږي.
یاده پروژه د اقتصادي ودې لامل او د اوبو غیر منظم مدیریت ته د پای ټکی کږدي. ددې ترڅنګ دا پروژه به د اوبولګولو د زیربناو مدیریت او د څارنې او کنټرول د سیسټمونو ملاتړ هم وکړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت