دهلمند نادعلي ولسوالی کې د کونځلو د کروندو څخه لیدنه وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۲۵
دهلمند نادعلي ولسوالی کې د کونځلو د کروندو څخه لیدنه وشوه

۲۲ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق 
دهلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چوپړتیاو مدیریت کارکوونکو ددې ولایت د نادعلي په ولسوالی کې د کونځلو کروندو څخه لیدنه وکړه. د لیدنې پر مهال د کروندګرو د فصلونو د ودې او حاصل خېزۍ وضعیت وڅېړل شو او د کونځلو د کرنې د لا ښه پرمختګ په موخه اړینې سپارښتنې او مشورې ورکړل شوې.
د کرنیزو مشورو په لړ کې کروندګرو ته د وخت پر مهال اوبو لګولو، د ناروغیو او آفتونو د مخنیوي، د خاورې د حاصل ساتلو او د معیاري تخم کارولو په اړه لارښوونې وشوې. همدارنګه د کونځلو د راټولولو پر مهال د کیفیت ساتنې او د بازارموندنې د اسانتیاوو په اړه هم خبرې وشوې.
د هلمند ولایت د کرنې ریاست کارکوونکو ټینګار وکړ چې د علمي لارښوونو عملي کول کولی شي د کونځلو حاصلات څو چنده زیات کړي او کروندګر له اقتصادي پلوه پیاوړي کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۴:۶
Background image

خوست کې د ګانګو تبې د مخنیوي کمپاین پیل شو

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ګانګو وینې بهېدونکې تبې  ناروغۍ د مخنیوي په موخه کمپاین په رسمي ډول پیل شو.
یاد کمپاین د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۳:۲۳
Background image

کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون د ۱۴۰۴ هـ.ل کال د تلې له ۹ تر ۱۲مې نېټې پورې، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۸:۵۰
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو کورنیو د شېدو راټولولو توکي ووېشل شول

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار خیریه مؤسسې له لورې ۱۵۰ کورنیو ته د یو میلیون او ۱۲۲ زره افغانیو په لګښت د شېدو. . .

بازگشت