فاریاب ولایت ته د کرنې وزارت د عشر او زکات دلوی رییس سفر 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۲۸

۲۲ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات لوی رییس مولوی ندا محمد عابد د فاریاب ولایت ته سفر وکړ.
په دې سفر کې نوموړي د فاریاب ولایت له والي عبدالاحد فضلي او د کرنې له رییس مولوی جان مراد وقار سره وکتل او د عشر او زکات اړوندو مهمو موضوعاتو په اړه یې مفصل خبرې اترې او د نظرونو تبادله وکړه.
دپه دې ناسته کې د عشر او زکات د راټولولو په پروسه کې موجودې ستونزې وڅېړل شوې او مسوولینو د حل په موخه د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د فاریاب والي په خپلو خبرو کې وویل، چې د عشر او زکات پروسې د پرمختګ لپاره به اړوند مسئولین پوره همکاري کوي، او د دې بهیر د بریالیتوب لپاره به هر اړخیز ملاتړ تر سره کېږي.
د فاریاب دکرنې رییس مولوی جان مراد وقار په پوره صداقت او ژمنتیا سره وویل، چې د عشر او زکات راټولولو په پروسه کې به هر راز مرسته او همکاري کوي، د مداخلې مخنیوی به کېږي او د امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړي حکم پر اساس به د دې ریاست په چارو کې هېڅ ډول لاسوهنه نه کېږي.
همدارنګه، د ناستې په لړ کې د عشر او زکات د راټولولو د نوي چاپ شوو کتابچو د کارونې، ساتنې، د عشرینو د نوې تګلارې د پلي کولو، د کارکوونکو د پاتې معاشونو د اجرا، پر وخت د حاضری ورکولو، په چارو کې د صداقت او ایماندارۍ، د فساد او ناوړه استفادې مخنیوي او له ولس سره د ښه چلند په اړه هر اړخیزې خبرې او پرېکړې وشوې.
مسوولینو ټینګار وکړ چې د عشر او زکات بهیر د ملي او شرعي ارزښت له مخې د پام وړ اهمیت لري او د دې پروسې د پیاوړتیا لپاره هڅې لا ګړندۍ کېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت او قراردادي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه؛ د ستونزو پر حل او مالي مکلفیتونو د پوره کولو ټینګار وشو

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اجرائیوي رییس، سید محمد نعیم محمدي، د هډې فارم له قراردادي کرنیزو شرکتونو د استازو سره د همغږۍ، همکارۍ او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۱۷
Background image

فراشغان ولسوالی ته د لغمان د کرنې رییس سفر

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن په داسې حال کې، چې د قدرتي زیرمو آمر مولوي ګل رسول زبیر، د کرنې متخصص او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۱۷
Background image

د ننګرهار حصارک ولسوالی کې یوشمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل شول

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
 د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د حصارک ولسوالی د ترویج مدیریت ګډ پلاوي د یادې ولسوالی په مرکزي بازار کې. . .

بازگشت