د پکتیکا کرنې ریاست په انګړ کې د جومات جوړولو چارې روانې دي

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په انګړ کې د یوه جومات د جوړولو د چارې پیل شوي، چې رغنیزې چارې به یې ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
دغه جومات د پکتیکا ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست په همغږۍ رغول کېږي، چې په یوه وخت د سلګونو لمونځکوونکو ظرفیت درلودونکي دی او ټولې اړینې اسانتیاوې لکه اوبه، برېښنا، تشنابونه او نور خدمتونه به ولري.
د مسوولینو په وینا یاد جومات د هغو شپږ جوماتونو له ډلې دی، چې د پکتیکا ولایت مقام د وړاندیز پر بنسټ، د امیرالمؤمنین حفظهالله د لطف او شفقت له مخې منظور شوي دي، چې ودانیزې چارې یې پیل شوي دي.