هلمند کې ۵۵ بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو لپاره کرنیز توکي ووېشل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۰:۱۷
هلمند کې ۵۵ بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو لپاره کرنیز توکي ووېشل شول

۲۲ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۵ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند د کرنې ریاست له لوري د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې ۵۵ تنو بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو د کرلو په موخه اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سره، او نغدي مرسته ووېشل شوه. د دې پروګرام موخه د جوارو حاصلاتو لوړول او بزګرانو ته د عملي زده‌کړې زمینه برابرول دي.
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په نوښت، او د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې، د دې ولایت ۵۵ تنو بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو د کرلو په موخه کرنیز توکي او نغدې مرستې ووېشل شوې.
د یادې برنامې پر بنسټ، هر بزګر ته ۸ کیلو ګرامه د جوارو اصلاح شوی تخم، ۳۰ کیلو ګرامه سپینه کیمیاوي سره، ۵۰ کیلو ګرامه توره کیمیاوي سره او د ځمکې د چمتووالي لپاره ۱۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.
یادې ننداریزې کروندې به د نوې تکنالوژۍ، اصلاح شوو تخمونو او معیاري کرنیزو طریقو له لارې ترسره شي، چې موخه یې د جوارو حاصل زیاتول او د نورو بزګرانو لپاره د عملي زده‌کړې زمینه برابرول دي.
د هلمند د کرنې ریاست مسؤلین وايي، دا ډول پروګرامونه به د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي تر څنګ د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي لامل هم شي. دغه ننداریزې کروندې به د هلمند په بېلابېلو سیمو کې کرل کېږي.
ننداریزې کروندې هغه کرنیزې پروژې دي چې د نوو تخنیکونو او اصلاح شوو موادو د ازمېښت او ښودنې لپاره کارېږي. دا پروګرامونه نه یوازې د حاصلاتو زیاتوالي ته زمینه برابروي، بلکې بزګرانو ته د نوو میتودونو عملي زده‌کړه هم وړاندې کوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۶:۱۵
Background image

ننګرهار کې د طبیعې پېښو له امله زیانمنو ولسوالیو ته ځانګړې پاملرنه کېږي

۱۹وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن له مؤسساتو سره په میاشتنۍ ناسته کې د طبیعې پېښو له امله زیانمنو ولسوالېو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۵:۰
Background image

د هلمند نادعلي کې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د کنترول او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

۱۹وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو له امله د زیانمن شویو سیمو د کنترول او عامه پوهاوي په موخه یو ورځنی سیمینار د هلمند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۴:۵۳
Background image

سرپل ولایت ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۹وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا د لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر په مشرۍ، د وزارت د مقام د سلاکارانو میرویس. . .

بازگشت