د افغانستان د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ایران د سوداګرۍ پراختیا ادارې له لوړپوړو چارواکو سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۹:۵۶
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ایران د سوداګرۍ پراختیا ادارې له لوړپوړو چارواکو سره وکتل

۸ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان د اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني او مل پلاوي یې، په تهران کې د ایران د سوداګرۍ پراختیا ادارې د ختیځې آسیا د دفتر له رییس عبدالساده نیسي او د دې ادارې د هند فرعي قارې د چارو له مرستیال ډاکتر حمیدرضا کربلایي اسماعیلي سره ولیدل او خبرې اترې یې وکړې.
په دې لیدنه کې چې د افغانستان د سفیر مولوي فضل محمد حقاني او ځینو افغان او ایراني سوداګرو او پانګه‌والو په حضور کې ترسره شوه، د افغانستان د کرنې وزارت مرستیال د ایران د دولت له لوري د ایران د اووم نړیوال صادراتي نندارتون ته د بلنې او میلمه‌پالنې مننه وکړه او د تېرو درېیو کلونو په موده کې یې د افغانستان او ایران دوه اړخیزې اړیکې ډېرې ښې وبللې. نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو پر زیاتوالي او د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
د ایران د سوداګرۍ پراختیا ادارې لوړپوړو چارواکو د افغانستان د پلاوي حضور مثبت وارزاوه او د کانونو، سرحدي بازارونو، کرنیزې او مالدارۍ سوداګرۍ په برخو کې د همکاریو د پراخېدو غوښتنه وکړه. هغوی له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې د ایراني پانګه‌والو لپاره د لا زیاتې پانګونې فرصتونو زمینه برابره کړي.
د لیدنې په پای کې دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراخولو او د افغانستان او ایران د اووم ګډ اقتصادي کمېسیون د پریکړو د پلي کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.


جلسه کمیته  خریداری گندم مازاد دهاقین در وزارت زراعت برگزار شد
۸ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش
کمیته مرکزی خریداری گندم مازاد به سرپرستی ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با اشتراک نمایندگان وزارت‌های اقتصاد، مالیه، صنعت و تجارت، ریاست سیلو مرکزی، سره میاست، رؤسا، مشاوران و متخصصان، در معینیت مالی و اداری این وزارت برگزار گردید.
در این جلسه ملا آغاجان آخند گفت که در سال ۱۴۰۴ هجری خورشیدی، حدود ۱۸ هزار تن گندم از دهقانان کشور خریداری خواهد شد. وی افزود: «تشویق دهقانان به فروش گندم مازاد شان می‌تواند به رشد اقتصاد کشور کمک کند و هر مسؤول باید به اندازه توان خویش در خدمت وطن باشد.»
همچنین در این نشست در رابطه به انتقال گندم از سیلوهای مرکزی به ولایات و تخصیص ۳۴۰۰ تن گندم برای مقابله با حوادث طبیعی بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
مسؤول ریاست مالی و حسابی وزارت زراعت نیز در این جلسه، گزارشی از روند خریداری گندم در سال ۱۴۰۳ ارائه کرد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۴۰
Background image

د کرنې وزارت او دوو امارتي ادارو ترمنځ د ځمکې د لېږد تړونونه لاسلیک شول

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو  ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۳۸
Background image

نورستان کې پر دوه زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې 

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۳۶
Background image

نورستان ولایت کې د لومړي ځل لپاره د ټرایکوډرما کارول پروګرام پیل شو

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د نورستان ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت له لوري د ت ټرایکوډرما. . .

بازگشت