د ننګرهار وادې امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه دائره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۱۱:۵۱
د ننګرهار وادې امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه دائره شوه

۳ وری ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادې امارتي شرکت د مدیره پلاوی غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د مالیې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو چاروکاو او د یاد شرکت د رییس او مسوولینو په شتون کې؛ په کابل کې تر سره شوه.
په دې غونډه کې د مالیې وزارت مالي مرستیال حاجي عبدالقدیر احمد، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد، د ننګرهار وادي امارتي شرکت رییس سید محمد نعیم محمد، او د یاد شرکت یو شمېر مسوولینو ګډون کړی و. دوی د ۱۴۰۴ کال د مالي، سوداګریز او تدارکاتي پلان، ستونزو او ننګونو، د تېر کال لاسته راوړنو، او د شرکت د فعالیتونو د پراخوالي په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
د ننګرهار وادي امارتي شرکت په ۱۳۳۸ هجري لمریز کال کې، چې ۱۹۵۹ زېږدیز کال سره سمون خوري د هېواد په ختیځ کې د کرنیزو پروژو د تطبیق په موخه جوړ شوی او په بېلابېلو برخو لکه د مالټو، زیتون، ځمکني توت، او بېلابېلو مېوو او سبو د تولید په برخه کې فعالیت کوي.
د ملي پراختیا شرکت سره د یاد شرکت له یو ځای کېدو وروسته، په کرنیزو ځمکو د الوېرا بوټي د کرلو چارې پیل شوې، چې د ځنځیري ارزښت له مراحلو تېرېدو وروسته به دا تولیدات د هېواد کورنیو او بهرنیو بازارونو ته وړاندې شي.
همداراز، دغه شرکت د زیتونو د فارمونو د ساتنې او پراختیا لپاره ځانګړی ټیم ګومارلی، او د زیتون د پروسس فابریکې د جوړولو چارې یې پیل کړې، ترڅو د زیتون تېل تولید، بسته‌بندي، او بیا یې کورنیو او بهرنیو بازارونو ته صادر کړي.


جلسه هیئت مدیره شرکت امارتی وادی ننگرهار برگزار شد
۳ حمل ۱۴۰۴ هـ.ش
جلسه هیئت مدیره شرکت امارتی وادی ننگرهار به ریاست مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و با حضور مسوولان وزارت‌های مالیه، صنعت و تجارت و رییس و مسوولان شرکت متذکره  در کابل برگزار گردید.
در این جلسه، حاجی عبدالقدیر احمد معین مالی وزارت مالیه، مولوی احمدالله زاهد معین وزارت صنعت و تجارت، سید محمد نعیم محمد رئیس شرکت امارتی کانال ننگرهار و شماری از مسئولین این شرکت حضور داشتند و روی پلان مالی، تجارتی و تدارکاتی سال ۱۴۰۴، مشکلات و چالش‌ها، دستاوردهای سال گذشته و گسترش دامنه فعالیت‌های شرکت بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
شرکت امارتی وادی ننگرهار در سال ۱۳۳۸ هجری شمسی مطابق ۱۹۵۹ میلادی به هدف تطبیق پروژه‌های زراعتی در شرق کشور ایجاد شده و در بخش‌های مختلفی چون تولید مالته، زیتون، توت‌زمینی و انواع میوه‌جات و سبزیجات فعالیت می‌نماید.
پس از ادغام این شرکت در شرکت انکشاف ملی، کار روی زمین‌های قابل زرع به منظور کشت نبات الویرا آغاز گردیده که پس از طی مراحل زنجیره ارزشی، به بازارهای داخلی و خارجی عرضه خواهد شد.
همچنان، این شرکت تیم ویژه‌ای را برای مراقبت و توسعه فارم‌های زیتون، همراه با ایجاد کارخانه پروسس به منظور استحصال روغن و بسته‌بندی آن جهت عرضه به بازارهای داخلی و صادرات خارجی موظف کرده است.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۰
Background image

کندهار کې د بزګر او مالدار ورځې په مناسبت ځانګړي پروګرامونه ترسره شول؛ د ۱.۳ میلیونه ډالرو پراختیایي پروژې لاسته راوړنې شریکې شوې

۹ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې ادارې «یوان‌اوډي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۰
Background image

د کندهار ارغستان کې د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۹ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالی په «میوو» سیمه کې د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو یو چکډېم، د بشپړې تخنیکي څارنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۸:۲۵
Background image

د کرنې وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له رییس سره وکتل

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یواین‌ډي‌پي» له رییس او استازي، سټیفن رودریګز، سره وکتل او د کرنې، اوبو. . .

بازگشت