د خوست ولایت غلام خان بندر نباتي کرنتین مدیریت یو ټیلر بې کیفیته جوار بېرته پاکستان ته مسترد کړل 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۰:۱۴
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند غلام خان بندر نباتي کرنتین مدیریت یو ټیلر موټر جوار، چې له پاکستان څخه افغانستان ته وارد شوي وو، د خراب کیفیت له امله بېرته مسترد او پاکستان ته ور ولېږل.

د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند غلام خان بندر نباتي کرنتین مدیریت یو ټیلر موټر جوار، چې له پاکستان څخه افغانستان ته وارد شوي وو، د خراب کیفیت له امله بېرته مسترد او پاکستان ته ور ولېږل.
د کرنتین مدیریت کارکوونکو د یادو جوارو کره معاینې او ارزونې وروسته وموندله، چې د کیفیت معیارونه یې نه پوره کوي، له همدې امله یې د وارداتو مخنیوی وشو.
د خوست ولایت کرنې اداره له ټولو سوداګرو غواړي، چې د باکیفیته کرنیزو محصولاتو واردولو ته لومړیتوب ورکړي، ترڅو هېوادوال له صحي او پاکو خوراکي توکو ګټه واخلي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د پکتیا په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې پر ځنګل‌دارۍ ټولنو ۷۳۶ لمریز نغري ووېشل شول

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر له لوري د زرمت او روحاني بابا ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ځنګل‌دارۍ ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۲
Background image

کندهار کې د پاکستاني کرنیزو درملو او ګامېښو د قاچاق مخه ونیول شوه

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټې ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو او د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۳۵
Background image

د کرنې وزارت مرستیال په کندهار کې د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ستر چکډېم د جوړولو چارې پرانیستې

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شاولیکوټ. . .

بازگشت