فاریاب کې د زعفرانو درېیمه جشنواره او د کرنیزو توکو نندارتون پرانیستل شوه

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۷ - ۱۲:۵۰
فاریاب کې د زعفرانو درېیمه جشنواره او د کرنیزو توکو نندارتون پرانیستل شوه

۷ لېندۍ ۱۳۹۸

فاریاب کې د زعفرانو درېیمه جشنوار او د کرنیزو توکو او لاسي صنایعو نندارتون ددې ولایت د والي نقیب الله فایق، دولتي سیمه ییزو چارواکو، د کرنې دسکټور همکارو موسسو، د مدني ټولنو استازو، د سپینږيرو شورا، د زعفران کارانو ټولنې، کرنیز کوپراټیفونو او د بزګرانو وړي ګروپونه، کروندګرې مېرمنې، زعفران کاران او د میمنې ښار اړونده و کیلانو په شتون کې پرانیستل شوه.

په دې غونډه کې د فاریاب د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالکبیر فرزام فاریاب کې په تېرو لسوکلونو کې د زعفرانو د کرکېلي پر لاسته راوړنو او په کورنیو او بهرنیو بازارونو کې د زعفرانو پر اقتصادي اهمیت او له زعفران کارو بزګرانو سره د دولت پر ملاتړ خبرې وکړې.

په همدې حال کې د فاریاب والي، نقیب الله فایق د زعفرانو د تولید، پروسس او بسته بندی پر پرمختګونو او ستونزو خبرې وکړې او په دې برخه کې دکرنې وزارت د لا ډېرو همکاریو غوښتنه وکړه.

په دې جشنواره کې د کرنیزو محصولاتو ترڅنګ د مېرمنو لاسي صنایع هم نندارې ته وړاندې شوي دي.

باید وویل شي، چې افغانستان خپل د زعفرانو د تولید پنځه کلنه طرحه په دوو کلونو کې پلي کړی دی او دمګړۍ په نړۍ کې د زعفرانو درېیم تولیدوونکی هېواد دی. د افغانستان زعفران د کیفیت له پلوه په نړۍ کې لومړی ځای لري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۳:۴۴
Background image

ننګرهار کې ۱۲۰ تنو بزګرانو سره د کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهارد  کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د «ډاکار» خیریه مؤسسې په تخنیکي او «ډانېډا» په مالي لګښت د ننګرهار په هسکې مېنې، کوټ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۳:۲۵
Background image

کندز کې د کوچنیو څارویو د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په همکارۍ، په دې ولایت کې د کوچنیو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۱:۵۹
Background image

تخار ولایت ته سفر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر سفر

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاٰءالله عمري، د یوه پلاوي په مشرۍ چې په کې مفتي محمد ذاکر د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس،. . .

بازگشت