ننګرهار کې د ناکو او آلوچو بڼونه جوړېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۰:۳۰
ننګرهار کې د ناکو او آلوچو بڼونه جوړېږي

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي لګښت د ننګرهار په خوږیاڼو او کوزکونړ ولسوالېو کې بڼوالو ته د آلوچو او ناکو ۱۱ زره او ۹۰۰ نیالګیو کېنولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې یاد بڼونه د نشه یي توکو بدیلو پروګرامونو له لارې پلي کیږي او هڅه کوي د نشه یي توکو مخنیوي په موخه لوړ حاصل ورکوونکي (متراکم )  نور بڼونه هم جوړ کړي.
نوموړې وویل، چې دبڼونو کرلو لپاره یي هر بڼوال ته ۷۰۰ نیالګي ورکړل شول او په نږدې راتلوونکي کې به په بڼونو کې د پایو او لینونو نصبولو چارې هم پیل شي.
دغه راز یادو بڼوالو ته په بڼونو د کرنیزو عملیو ترسره کولو، اوبو لګولو، سرې استعمال، هرزه وښو کنټرول او نورو اړونده برخو کې عملي او نظري روزنه هم ورکړل شوې ده او په راتلوونکي کې به هم د حاصل ټولولو، بسته بندۍ، سورت بندۍ او نورو برخو کې روزنه ورکړل شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د پکتیا په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې پر ځنګل‌دارۍ ټولنو ۷۳۶ لمریز نغري ووېشل شول

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر له لوري د زرمت او روحاني بابا ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ځنګل‌دارۍ ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۲
Background image

کندهار کې د پاکستاني کرنیزو درملو او ګامېښو د قاچاق مخه ونیول شوه

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټې ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو او د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۳۵
Background image

د کرنې وزارت مرستیال په کندهار کې د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ستر چکډېم د جوړولو چارې پرانیستې

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شاولیکوټ. . .

بازگشت