د کندهار سپین بولدک کې له یوشمېر قصابیو څخه څارنه وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۱۱:۴
د کندهار سپین بولدک کې له یوشمېر قصابیو څخه څارنه وشوه

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د مالدارۍ آمریت یو پلاوی د سپین بولدک ولسوالی ته سفر وکړ، ترڅو د قصابیو او څارویو مسلخ څخه څارنه وکړي. په دې څارنه کې د مالدارۍ آمر حافظ حمیدالله او د کوچنیو څارویو متخصص ډاکټر توریالي قیام ګډون درلود.
د څارنې په ترڅ کې، پلاوي د سپین بولدک ولسوالی د قصابیو او مسلخ نږدې ارزونه وکړه. دغه څارنه چې د یوې ورځې په اوږدو کې ترسره شوه، د یادې ولسوالۍ د ګڼ شمېر قصابیو نظارت وشو. همداراز، غوښه پلورونکو ته د حفظ الصحې اصولو مراعتولو، د قصابیو پاکوالي ته پاملرنې، او د تازه او قانوني غوښو پلور ته د ژمنتیا سپارښتنه وشوه.
په پای کې د ولسوالی د مسلخ وضعیت هم و ارزول شو. د څارنې پر مهال، د مسلخ مسؤلینو ټینګار وکړ چې له سپین بولدک ولسوالی څخه د باندې د نورو سیمو د غوښو راوړلو ته اړتیا نه لیدل کیږي، ځکه چې بولدک اوس د غوښو له اړخه پر ځان بسیا دی او د نورو ولسوالیو او سیمو غوښو ته اړتیا نه لري.
د یادونې وړ ده، چې د مالدارۍ آمریت په دې وروستیو کې د پاکو او صحي غوښو د پلور ته ځانګړې پاملرنه کړې، او په یو شمېر ولسوالیو کې یې د څارویو د معاینه کولو او روغتیايي ارزونې لپاره د مسلخ مرکزونه جوړ کړي، ترڅو هیوادوال له پاکو او معیاري غوښو څخه ګټه واخلي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۹
Background image

د کندهار سپین بولدک کې د سلګونه پسونو د قاچاق مخه ونیول شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ، د سپین بولدک ولسوالۍ د کرنې، مالدارۍ او امنیتي ادارو په ګډو هڅو، د څارویو د قاچاق د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۵
Background image

بغلان ولایت کې څه‌باندې پنځه زره مټریک ټنه غنم پېرل او زېرمه کېږي

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر بنسټ، د غنمو د بیې د کنټرول، د احتکار د مخنیوي، له کروندګرو سره د اقتصادي مرستې، او بېړنیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۳
Background image

کندهار کې د پنبې تخنیکي روزنې پروګرام پیل شو

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې یو ان او ډي سي او د. . .

بازگشت