د کرنې وزیر په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند د اوبولګولو له کانالونو څخه لیدنه وکړه  

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۰ - ۱۴:۵۴
د کرنې وزیر په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند د اوبولګولو له کانالونو څخه لیدنه وکړه  

۲۰ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاالله عمري، د نیمروز ولایت د کمال خان بند د اوبولګولو له کانالونو څخه لیدنه وکړه. د دې لیدنې پر مهال د اوبولګولو سیستم، د کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو وېش او د کرنې پر ښه والي د یاد بند د اغېزو ارزونه وشوه.
د کرنې وزیر د اوبو د سرچینو پر اغېزمن مدیریت ټینګار وکړ او د اوبولګولو کانالونه یې د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي او د نیمروز د اقتصادي پراختیا لپاره مهم وبلل. نوموړي له مسؤولینو وغوښتل چې د یاد بند د اوبو د غوره استفادې او د کرنیزې ودې لپاره مؤثرې برنامې عملي کړي.
د کمال خان بند د دې ولایت لپاره یو حیاتي پروژه ګڼل کېږي، چې د کرنې د ودې او د بزګرانو د معیشت په ښه کولو کې مهم رول لري.


بازدید وزیر زراعت از کانال‌های آبیاری بند کمال خان در ولایت نیمروز
۲۰ دلو ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، از کانال‌های آبیاری در ساحه بند کمال خان ولایت نیمروز بازدید کرد. در این بازدید، وضعیت سیستم آبیاری، توزیع آب برای زمین‌های زراعتی و تأثیرات این بند بر بهبود زراعت در منطقه بررسی شد.
وزیر زراعت بر اهمیت مدیریت مؤثر منابع آبی تأکید کرده، نقش کانال‌های آبیاری در افزایش تولیدات زراعتی و توسعه اقتصادی ولایت نیمروز را مهم خواند. وی همچنین از مسئولین خواست تا در جهت استفاده بهتر از آب این بند و توسعه زراعتی منطقه، برنامه‌های موثری را روی دست بگیرند.
بند کمال خان یکی از پروژه‌های حیاتی برای تأمین آب زراعتی در این ولایت به شمار می‌رود که در رشد زراعت و معیشت دهاقین نقش اساسی دارد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۲:۲۶
Background image

کندهار کې د انار په نوم درې ورځنی ملي نندارتون پرانیستل شو

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار په ولایت کې د کډوالو نړۍوالې ادارې «ای.او.ام» په مالي ملاتړ او د یو خصوصي شرکت په تخنیکي همکارۍ د انارو په نوم درې ورځنی ملي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۹:۴۶
Background image

د روزګان چهار چینو ولسوالی کې پر ۱۱۸ اړمنو کورنیو وزې ووېشل شوې

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د چارچینو په ولسوالی کې د افغان پرمختیايي مؤسسې په مالي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۹:۲۷
Background image

هلمند کې لسګونو مالدارانو ته عامه پوهاوی ترسره شو

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت په همغږۍ، د وزارت له لوري راغلي تخنیکي پلاوي د مرکز. . .

بازگشت