د مخابراتي انتنونو د تشخیص او تثبیت په موخه غونډه دائره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۵:۱۱
د مخابراتي انتنونو د تشخیص او تثبیت په موخه غونډه دائره شوه

۱۰ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند «حاجي سالم» په مشرۍ، د مالیې وزارت، اترا ادارې او د کرنې وزارت د مسئولینو په ګډون د مخابراتي انتنونو د تشخیص او تثبیت په پار غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې د مخابراتي انتنونو د تشخیص او تثبیت، د هغو ځمکو د کرایې په اړه چې په کې مخابراتي ستنې لګول شوي دي، ، د امارتي ځمکو د تشخیص په موخه د جی‌آی‌اس کارونه او د عوایدو د راټولولو د تنظیم په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.
همداراز، د اجارې د قراردادونو د تنظیم، د عوایدو د راټولولو لپاره د شفاف سیستم د رامنځته کولو، او د اړوندو ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ پر اړتیا ټینګار وشو. د غونډې چارواکو وړاندیز وکړ چې د انتنونو د نصب بهیر ته پاملرنه زیاته شي، ترڅو د امارتي ځمکو د غیر قانوني کارونې مخه ونیول شي.

جلسه به منظور تشخیص و تثبیت آنتن‌های مخابراتی دایر گردید
۱۰ دلو ۱۴۰۳ هـ.ش
جلسه‌ای به منظور تشخیص و تثبیت آنتن‌های مخابراتی به سرپرستی ملا آغاجان آخند «حاجی سالم»، معین مالی و اداری وزارت زراعت، با اشتراک نمایندگان وزارت مالیه، اداره اترا و مسئولان وزارت زراعت برگزار شد.
در این جلسه پیرامون تشخیص و تثبیت آنتن‌های مخابراتی، اجاره‌دهی زمین‌هایی که آنتن‌های مخابراتی در آن نصب شده، استفاده از جی‌آی‌اس برای تشخیص ساحات زمین‌های امارتی و انسجام در جمع‌آوری عواید آن بحث صورت گرفت.
همچنین، بر ضرورت تنظیم قراردادهای اجاره، ایجاد یک سیستم شفاف برای جمع‌آوری عواید و هماهنگی بیشتر میان نهادهای مربوطه تأکید شد. مسئولان پیشنهاد کردند که نظارت بر روند نصب آنتن‌ها تقویت گردد تا از استفاده غیرقانونی زمین‌های امارتی جلوگیری شود.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۹
Background image

د کندهار سپین بولدک کې د سلګونه پسونو د قاچاق مخه ونیول شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ، د سپین بولدک ولسوالۍ د کرنې، مالدارۍ او امنیتي ادارو په ګډو هڅو، د څارویو د قاچاق د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۵
Background image

بغلان ولایت کې څه‌باندې پنځه زره مټریک ټنه غنم پېرل او زېرمه کېږي

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر بنسټ، د غنمو د بیې د کنټرول، د احتکار د مخنیوي، له کروندګرو سره د اقتصادي مرستې، او بېړنیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۳
Background image

کندهار کې د پنبې تخنیکي روزنې پروګرام پیل شو

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې یو ان او ډي سي او د. . .

بازگشت