د بغلان ولایت د کرنې ریاست مسؤلینو د پوزه ایشان کرنیز څېړنیز فارم څخه لیدنه وکړه  

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۲:۳۲
د بغلان ولایت د کرنې ریاست مسؤلینو د پوزه ایشان کرنیز څېړنیز فارم څخه لیدنه وکړه  

۱۲ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د بغلان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلینو د پوزه ایشان کرنیز څېړنیز فارم د فعالیتونو ارزونه وکړه.  
په دغه فارم کې د کرنیزو څېړنو مدیریت مسلکي کارمندانو د غنمو او اوربشو د مورنيو او هستوي تخمونو کښت ترسره کړی، چې د کرنې او روزنې ټول مراحل به یې د مسلکي ټیم له لوري ترسره کېږي.  
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس الحاج مولوي رحیم الله "احدي" او د کرنیزو چارو آمر الحاج مولوي نعمت الله نوري د یاد فارم څخه لیدنه وکړه او د کرنیزو فعالیتونو د پرمختګ لپاره یې د مدیریت کړنې وستایلې.  
د یاد فارم فعالیتونه د بغلان ولایت کرنیزو چارو د پرمختګ لپاره مهم بلل کېږي، چې د لوړ حاصل لرونکو تخمونو تولید او وده یې اساسي موخه ده.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۹:۵۲
Background image

د کابل په ولایت کې د درې زره مټریک ټنه سړې خونې پرانیسته

۲۸ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش

۲۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کابل ولایت د ده‌سبز ولسوالی په صنعتي پارک کې «د حبیب جمال‌زوی سړه خونه»، چې د درې زره مټریک ټنه تازه مېوو د ساتنې وړتیالري د ۳ میلیونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۵
Background image

ننګرهار کې د څه باندې ١.٨ میلیونه افغانیو په ارزښت د ژغورنې وسایل ووېشل شو

۲۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډنمارک کډوالو اداري «ډاکار» په تخنیکي او د اروپایي ټولني او سویس په یو میلیون، ٨٥١. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۲۱
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد رییس د اراضۍ ریاست څخه لیدنه وکړه

۲۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد رییس مولوي محب‌الله انعام د اراضۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او کارکوونکو ته یې د اداري. . .

بازگشت