بغلان کې د کرنیزو ځمکو اصلاح او زابرانو پاکولو چارې روانې دي  

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۵:۲۱
بغلان کې د کرنیزو ځمکو اصلاح او زابرانو پاکولو چارې روانې دي  

۴ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د بغلان ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو ځمکو د اصلاح او زابرانو پاکولو په موخه لومړنۍ چارې په ډنډ غوري، مرکزي بغلان او دوشي ولسوالیو کې په ښه ډول روانې دي.
دغه چارې د کرنې رئیس الحاج مولوي رحیم الله "احدي" او د طبیعي زېرمو آمریت آمر محمد ابراهیم "عثماني" په لارښوونه، د اوبولګولو د نویو تخنیکونو د ترویج مدیر فیروز احمد "سهرابي" او د ډیزاین او برآورد مدیر انجینیر عبدالبشیر "بشارت" لخوا تنظیم او پر مخ وړل کېږي.
د زابرانو پاکولو موخه د کرنیزو ځمکو خوندیتوب، د اضافي اوبو لرې کول، د خاورې د تخریب مخنیوی، د کرنیزو محصولاتو د ودې ښه کول، د کرنیزو ځمکو د حاصلخېزۍ کچې لوړول، د ودانیو ساتنه، د صحي چاپېریال رامنځته کول، او د طبیعي زېرمو ساتنه ده.
یادې چارې د بغلان د کرنې ریاست د طبیعي زېرمو آمریت کارمندانو په هڅو ترسره کېږي، چې د دې ولایت کروندګر د کرنیزو اصلاحاتو او خوندیتوب لپاره له دې هڅو هرکلی کوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۱۸
Background image

د کرنې وزیر د روسیې د انرژۍ وزارت له مرستیال سره وکتل


۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري،د یوه پلاوي په ملتيا د ۲۰۲۵ کال د روسیې د اقتصادي کنفرانس په څنډه کې د دغه هېواد د انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر او مل پلاوي یې د روسیې له ځینو پانګوالو سره وکتل

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري، د صنعت، سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونو د لوړپوړو چارواکو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د روسیې د کرنې وزارت مرستیال سره په سن‌پیترزبورګ کې وکتل

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، چې د روسیې ۲۰۲۵ اقتصادي کنفرانس کې د ګډون په موخه د یو. . .

بازگشت