کندهار کې د طبق ناروغۍ د مخنیوي واکسین کمپاین پیل شو  

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۴:۲۷
کندهار کې د طبق ناروغۍ د مخنیوي واکسین کمپاین پیل شو  

۴ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
په کندهار کې د غواګانو د طبق (ایف.ایم.ډي) ناروغۍ د مخنیوي لپاره واکسین کمپاین پیل شو. دغه کمپاین د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د څارویو روغتیا او صحت آمریت په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې نړیوال سازمان (ایف.اې.او) په مالي ملاتړ او تخنیکي همکارۍ ترسره کېږي.
د کمپاین په لړ کې به د کندهار ښار په ۱۵ ناحیو کې د غواګانو ۷۰۰ فارمونه واکسین شي، چې ټولټال ۲۵ زره ډوزه واکسین به تطبیق شي. د مالدارۍ آمریت سرپرست آمر الحاج مولوي عبدالغني عفان وویل، که واکسین زیات شي، نو په ډنډ او دامان ولسوالیو کې به هم تطبیق شي.
د یاد واکسین کمپاین موخه په کندهار کې د مالدارانو ملاتړ، د طبق ناروغۍ په وړاندې وقایوي تدابیر نیول، د غواګانو د مړینې کچه راکمول او سالمه مالدارۍ پراخول دي.
مالداران د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست او د ایف.اې.او له همکارۍ خوښ دي او وایي چې د واکسین کمپاین په ترسره کېدو سره د هغوی اقتصادي وضعیت ښه کېدلی شي.
یوازې تېره اونۍ د کندهار کرنې ریاست په هڅو او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ د کوچنیو څارویو لپاره د چنجیو ضد درملو کمپاین ترسره شو. دغه کمپاین د کندهار په ۷ ولسوالیو کې شاوخوا ۲۹ زره کوچني څاروي ته رسیدلی و، چې مالدارانو یې پراخ ملاتړ کړی و.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۱۸
Background image

د کرنې وزیر د روسیې د انرژۍ وزارت له مرستیال سره وکتل


۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري،د یوه پلاوي په ملتيا د ۲۰۲۵ کال د روسیې د اقتصادي کنفرانس په څنډه کې د دغه هېواد د انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر او مل پلاوي یې د روسیې له ځینو پانګوالو سره وکتل

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري، د صنعت، سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونو د لوړپوړو چارواکو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د روسیې د کرنې وزارت مرستیال سره په سن‌پیترزبورګ کې وکتل

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، چې د روسیې ۲۰۲۵ اقتصادي کنفرانس کې د ګډون په موخه د یو. . .

بازگشت