د کندهار دکرنې ریاست؛ زیتون د کوکنارو غوره بدیل دی

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۹:۵۲
د کندهار دکرنې ریاست؛ زیتون د کوکنارو غوره بدیل دی

د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخي کندهار د زیتونو کرکېلې لپاره غوره او مناسب اقلیمي شرایط لري او زیات کروندګر یاد نبات د کوکنارو یو ښه بدیل بولي.
د کندهار دکرنې ریاست د کرنیزو چارو آمریت د مېوو او سبو د پراختیا متخصص انجنیر ایمل حکیمي وایې، چې د کندهار دوهمه عینومینه ښارګوټي، لویه ویاله او دامان ولسوالی کې پر ۱۶۰ جریبه ځمکه د زیتون بڼونه کرل شوي، چې د یادو بڼونو څخه به سږ کال تر ۲۵ ټنه پوري حاصل ترلاسه شي، چې دتېرو کلونو په نسبت نږدې۱۰ سلنه زیات شوي.
 نوموړي زیاتوي، چې زیتون نبات په کندهار مرکز او ولسوالیو کې ښه توافق کوی او حاصلات یې په نړۍوالو مارکیټونو کې ښه بازار لري.
ښاغلي حکیمي وایې، چې موږ هڅه کوو د زیتون نبات کرنه د کندهار ښار په ګډون ولسوالیو ته هم پراخه کړو ترڅو په یاد اقدام سره مو د کوکنارو ښه بدیله لاره موندلي وي.
زیتون یو تل زرغون طبی بوټی دی، چې په ګرمو سیمو کې وده کوي. دغه مېوه په خوړو، غوړیو، او درملنې کې کارول کېږي. زیتون د زړه روغتیا، پوستکي ښکلا، او التهاب کمولو لپاره ګټور دی او په وچو خاورو کې ښه وده کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې لسګونو کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د مومندرې ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

بازگشت