د ننګرهار بهسودو ولسوالی کې ۲۰ بېوزله او کونډو مېرمنو ته کورني چرګان ووېشل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۹:۳۹
د ننګرهار بهسودو ولسوالی کې ۲۰ بېوزله او کونډو مېرمنو ته کورني چرګان ووېشل شول

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغانستان د کرنې ښوونې او روزنې د ودې مؤسسې په بهسودو ولسوالۍ کې ۲۰ ناچاره او کونډو مېرمنو ته د هګۍ چرګې وېشلې.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې هرې کورنۍ ته ۱۶ قطعي چرګې، ۵۰ کیلو ګرامه خوراکه، دهګۍ ټولولو پچۍ، دانه خورې، آب خورې، دستکشې او ماسکونه ورکړل شوي دي.
ښاغلي محسن د  ټاکل شوو مېرمنو محرمانو ته د چرګانو ساتنې او کورنۍ اقتصاد پیاوړتیا په برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې.
د ننګرهارد کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي، چې د ننګرهار بې وزله او ناچاره بزګرانو او مالدارانو سره په مختلفو برخو کې مرستې وکړي، ترڅو کورنۍ پر ځان بسیا او د خوړو خوندیتوب رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې لسګونو کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د مومندرې ولسوالی. . .

بازگشت