پکتیا کې د دوو کانالونو د رغولو چارې ۵۰ سلنه بشپړ شوي دي

mail-admin
شنبه ۱۳۹۸/۷/۱۳ - ۱۹:۵۴
پکتیا کې د دوو کانالونو د رغولو چارې ۵۰ سلنه بشپړ شوي دي

۱۳ تله ۱۳۹۸
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د مرکز ګردیز اړوند د «جوی جنګل او جوی دستا» د اوبولګولو کانالونو د جوړولو چارې په چټکۍ رواني دي، چې د رغولو چارې به یې ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د پکتیا د کرنې رییس انجنیر محمدالدین مومند یادو کانالونو څخه د لیدنې پر مهال وویل، چې د دغو کانالونو د رغولو چارې ۵۰ سلنه پر مخ تللي او پاتې چارې به یې هم ژر بشپړ او ګټې اخستنې ته به وسپارل شي.
دغه کانالونه په پاخه او اساسي ډول رغول کیږي، چې د اوبو د تنظیم او وېش په برخه کې د یادو سیمو د بزګرانو ستونزې په اساسي توګه هواروی.

د دغو کانالونو رغول ددې ترڅنګ، چې د اوبو د ضایعاتو مخه نیسي د کانالونو تر پوښښ لاندې ځمکو د حاصلاتو د ډېر والي سبب هم کیږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت