د پکتیا روحاني بابا کې پر زیانمنو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشل کېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۶ - ۱۳:۴۱
د پکتیا روحاني بابا کې پر زیانمنو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشل کېږي

١۶ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت پر هغو مالدارانو او کوچیانو چې د ډېرو ورښتونو له امله یې څاروي له لوږې سره مخ دي، د خوراکي توکو(وښو) وېش لړۍ پيل شوی دی.
د پکتیا دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې ولایت دروحاني بابا ولسوالی کوچیان او مالداران سروې شوي دي، چې ډېر ژر به پر دوی د څارویو د خوراکي توکو وېش لړۍ پیل شي. 
دا مرستې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د کرنې وزارت په وړاندیز د ا.ا.ا ریاست الوزارء په ټول هېواد کې هغو مالدارانو سره د مرستې لړۍ پیل کړی دی، چې د وروستیو ورښتونو او واورې له وجې د څارویو خوراکي توکي ته لاس رسی نه لري.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۵۶
Background image

د قوشتېپې ستر او ملي کانال څخه د لوړپوړي پلاوي لیدنه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ لوړپوړی پلاوی، د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال د قوشتېپې ستر او ملي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

بازگشت