د  پکتیا کرنې ریاست همکارو مؤسسو سره د همغږۍ ناسته تر سره کړه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۱۴:۵
د  پکتیا کرنې ریاست همکارو مؤسسو سره د همغږۍ ناسته تر سره کړه

۸ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدرۍ ریاست په مقام کې دکرنې او مالدارۍ په برخه کې همکارو مؤسسو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په دې غونډه کې د پکتیا دکرنې ریاست د چارواکو تر څنګ د پاملرنې دفتر، د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې، اړیکو دفتر، آی ار سی دفتر، د افغانستان لپاره هالنډ کمیټې مسولینو او د اقتصاد ریاست استازي هم ګډون درلود.
په دې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرؤف سعید د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ همکارو مؤسسو څخه غوښتنه وکړه، چې د پروژو د ښه او پر وخت تطبیق لپاره باید د دواړو لورو ترمنځ همغږي لا پیاوړي شي.
همدارنګه د پکتیا دکرنې ریاست د کرنیزو چارو امر عبدالله حلیمزي له یادو مؤسسو څخه وغوښتل تر څو د راتلونکي (۱۴۰۳) کال د پروژو د ښه پلي کیدو لپاره باید د کرنې ریاست مسلکي کارمندان د پروژو د سیمې انتخاب، سروې، نظارت او توزیع په وخت کې شتون ولري.
په همدې حال کې د پکتیا دکرنې رییس وویل، چې د پکتیا کرنې ریاست په پام کې لري چې په پکتیا ولایت کې د نیالګیو کښېنولو پسرلنۍ کمپاین تر سره کړي، او له همکارو مؤسسو یې  وغوښتل تر څو په دې برخه کې پراخه ونډه واخلي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت