د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مرستیالې سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۱۴:۴
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مرستیالې سره وکتل

۸ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په افغانستان کې د «یو.ان.ډي.پي» دفتر مرستیالې ثریا بوزورکوا او د سولې رېښې، پاملرنې او اکشن اېډ مؤسسې چاراکو سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له خوا د تمویل شویو پروژو د تطبیق په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.
د کتنې په ترڅ کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د دغو بنسټونو پر لوړو اداري لګښتونو نیوکه وکړه او د دغو بنسټونو د اداري لګښتونو پر کمولو یې ټینګار وکړ: «د خوراکي توکو او نغدو پیسو د وېش پر ځای باید د کار په بدل کې خواړه ورکړل شي، ترڅو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.»
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مرستیالې ثریا بوزرکوا وویل: «موږ هڅه کوو چې اداري لګښتونه کم کړو ترڅو د خلکو لپاره ګټور تمام شي. موږ ستاسو څخه ستونزې او ننګونې اورو او په همغږۍ یې حلوو.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت رهبري هڅه کوي، چې د همکارو بنسټونو په همکارۍ خلکو ته دکار زمینه برابره او په بېلابېلو برخو کې بزګرانو او خلکو ته لا ډېرې چوپړتیاوې وړاندې کړي.

دیدار معین زراعت و مالداری با معاون برنامه پیشرفت و توسعه ملل متحد
۸ حوت ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت با  ثریا بوزورکوا معاون دفتر «یو. ان. دی. پی» در افغانستان و مسوولان پروژه‌های بنیاد های  صلح، ‏پاملرنه  و اکش اید دیدار و گفتگو کرد.
در این دیدار در مورد تطبیق پروژه‌های که توسط برنامه پیشرفت و توسعه ملل متحد تمویل می‌گردد بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت  در این دیدار از بلند بودن مصارف اداری این موسسات انتقاد کرده و برکاهش میزان مصارفات اداری این موسسات تاکید نمود:« به جای توزیع مواد غذایی یا پول نقد باید پول یا غذا در مقابل کار باشد تا اشتغال‌زایی به مردم شود.»
ثریا بوزورکوا معاون دفتر برنامه پیشرفت و توسعه سازمان ملل متحد گفت:« ما تلاش می‌کنیم تا میزان مصارفات اداری را کاهش دهیم تا مفید برای مردم باشد ما مشکلات و چالش را از شما شنیده و در هماهنگی آن را حل می‌سازیم.»
رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تلاش می‌نماید تا به همکاری با موسسات همکار زمینه اشتغال‌زایی را مهیا و برای دهاقین و مردم در بخش‌ها مختلف همکاری و خدمات بیشتر اراییه نماید.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

د څړځایونو د پراخېدو او د دښتو د زرغونتیا له امله به روان کال د مالدارۍ حاصلات ډېرشي

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې د څړځایونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۶
Background image

پکتیا کې سلګونو بڼوالو سره د بڼوالۍ اړوند توکو مرسته وشوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د اړیکو دفتر  له لوري د دې ولایت په روحاني بابا او زرمت ولسوالیو کې پر ۴۴۹ بڼوالو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۵۶
Background image

د قوشتېپې ستر او ملي کانال څخه د لوړپوړي پلاوي لیدنه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ لوړپوړی پلاوی، د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال د قوشتېپې ستر او ملي. . .

بازگشت