پکتیا کې پر څه باندې ۹۰۰ بزګرانو د جلغوزیو غوټو د راشکولو عصري بیاتي ګانې ووېشل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۶ - ۱۶:۳۶
پکتیا کې پر څه باندې ۹۰۰ بزګرانو د جلغوزیو غوټو د راشکولو عصري بیاتي ګانې ووېشل شوې

۲۶ وږی ۱۳۹۸
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې په همکارۍ ددې ولایت د جلغوزیو د حاصلاتو د خوندي ټولولو په پار پر ۹۰۲ بزګرانو د جلغوزیو غوټو د راشکولو عصري بیاتي ګانې وېشلي دي.
د پکتیا د کرنې رییس انجنیر محمدالدین مومند وویل، چې دغه ۹۰۲ بیاتي ګانې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې په همکارۍ ددې ولایت پر ۹۰۲ بزګرانو وېشل شوي دي ترڅو د جلغوزیو د غوټو په شکولو کې ورڅخه ګټه پورته کړي.
ښاغلی مومند وویل، چې اوس د جلغوزيو د پلور لپاره په نړيواله کچه بازارموندنه شوې او له بزګرانو څخه يې وغوښتل چې خپل محصولات په داخلي سوداګرو وپلوري ترڅو د دوی له طریقه د افغانستان په نوم دنړۍ نورو هېوادونو ته صادر شي.
د یادولو وړ ده، چې يادو بزګرانو ته ددې آلې د استعمال چارې په عملي ډول وروښودل شوې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۶
Background image

د کندهار بولدک کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

۲۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بولدک ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۹:۲۹
Background image

کندهار کې د دوو مهمو چکډېمونو د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۲۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې او د قدرتي سرچینو آمریت د مستقیمې څارنې په ترڅ کې، د کښته شاولیکوټ ولسوالی د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۳۱
Background image

پکتیا: پر سلګونو مالدارانو د څارویو خوراکې توکي ووېشل شول

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او»  په مالي ملاتړ او د افغان ځوانانو. . .

بازگشت