په لویې پکتیا کې د لومړي ځل لپاره د «جغرافیایي نښانو» سیسټم جوړیږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۶ - ۱۵:۴۹
په لویې پکتیا کې د لومړي ځل لپاره د «جغرافیایي نښانو» سیسټم جوړیږي

۲۶ وږی ۱۳۹۸
ټاکل شوې، چې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د «د جغرافیایي نښانو» یا «GI» سیسټم جوړ او د افغانستان د ترټولو عمده کرنیزو توکو له ډلې زعفران، د کندهار انار او د جلغوزیو ځانګړتیاوې په کې ثبت شي. جغرافیایي نښه د صادراتي توکو هغه نښې دي، چې د دغو توکو جغرافیایي مبدا ټاکي او مشخصه ځانګړتیاوې لري. په دې سیسټم کې د یوې ځانګړې جغرافیایي سیمې د یو کرنیز او صنعتي محصول ټول ځانګړتیاوې ثبتیږي.
په همدې موخه د لویې پکتیا «خوست، پکتیا او پکتیکا» ولایتونو د جلغوزیو لپاره د نړیوال باوري سند جوړولو په موخه د یادو ولایتونو د کرنې رییسانو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان «FAO» تر منځ مشورتې غونډه وشوه.
دغه سیسټم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان «FAO» په همکارۍ او په کابل کې د اروپایي ټولنې د استازولی د دفتر او «GIZ» په مالي ملاتړ جوړیږي. ددې سیسټم د ایجادولو هوکړه لیک د غویي په ۱۹ مه نېټه دکرنې وزیر او په کابل کې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان مشر راجندر اریال ترمنځ لاسلیک شوې وه. یاد سیسټم په درې پړاوونو کې، چې په کې د قوانینو او ځانګړي تقنیني سندونه تدوین، د محصولاتو ثبت او ددې سیسټم ملاتړ او خوندي کول شامل دي پلي کيږي.
د لویې پکتیا د کرنې چارواکي وایي، چې ددې سیسټم په جوړېدو سره د یادو ولایتونو جلغوزې د یادو سیمو په خپل نوم ثبتیږي. د دوی په خبره دا چاره ددې لامل کیږي، چې نور هېوادونه له ډلې پاکستان و نه شي کړای، چې د افغانستان محصولات په خپل نوم ثبت او صادر کړي. دوی زیاته کړه، چې پاکستان د افغانستان جلغوزې په خپل نوم صادروي خو کله، چې دا محصول په «جی آی» سیسټم کې ثبت شي پاکستان او نور هېوادونه نه شي کولای، چې دا محصول په خپل نوم صادر کړي. د کرنې چارواکي وایي: «کله چې موږ په دې بریالی شو چې خپل محصولات د جی آی په سیسټم کې ثبت کړو، نو بل هیڅ هېواد نه شي کولای چې زموږ محصولات په خپل نو صادر کړي؛ دا زمونږ مالکیت دی. په ورته وخت کې د جی آی سیسټم مونږ ته دا ګټه هم رسوي چې خپل محصولات کابو په ۳۰سلنه لوړه بیه خرڅ کړو. هیڅ ډول سرټفکېټ ته اړتیانشته او په مستقیمه توګه اروپایي مارکېټونو ته لاس رسی پیداکوو.»
د «جی آی» په سیسټم کې د ځانګړو کرنیزو او صنعتي توکو واردول په نړیوالو مارکېټونو کې د دغو محصولاتو ارزښت لوړوي او ترڅنګ یېد دافغانستان کرنیز او صنعتي توکو ته هویت ورکوی.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت