د جوزجان ولایت د قره قل  پسونو فارم څخه د کرنې وزارت د پلاوي لیدنه 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۱۲:۴۷
د جوزجان ولایت د قره قل  پسونو فارم څخه د کرنې وزارت د پلاوي لیدنه 

١ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٨ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس مولوي مصباح الدین مستعین او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ستر سلاکار میرویس خوګیاڼي په داسې حال کې چې د جوزجان د کرنې رییس قاري عبدالغني او د جوزجان ولایت دکرنې ریاست آمرین يې ملتیا کوله د جوزجان ولایت  د قره قل پسونو له فارم څخه لیدنه وکړه.
د قره قل فارم مدير حاجي عبدالغفور حکيمي یاد پلاوی ته د قره قل پسونو د ساتنې او روزنې په هکله معلومات  او خپل راپور وړاندې کړل
په دغه فارم کې تر ۵۰۰ ډېر پسونه ساتل کېږي او هر کال له سلو ډېر پسونه ترې په لاس راځي.
 د دغه فارم مخینه څه دپاسه ۵۰ کلونو ته رسېږي او د دې فارم د جوړولو موخه د قره قل پسونو د نسل ساتل دي.
د قره قل پسونه لوړ اقتصادي ارزښت لري او په نړۍ کې شهرت لري.
 پوستکي او وړۍ یې د افغانستان مهم صادراتي توکي دي. دغه فارم په ۱۳۴۳ کال کې د قراقل پسونو د تکثیر په موخه جوړه شوې ده

بازدید هیئت وزارت زراعت از فارم گوسفندان نسل قره قل  ولایت جوزجان
۱ میزان ۱۴۰۲ ه‍.ش  
مولوی مصباح الدین مستعین رئیس اطلاعات و آگاهی عامه و میرویس خوگیانی مشاور مقاوم وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در حالی که  قاری عبدالغنی رئیس و آمرین ریاست زراعت جوزجان آن ها را همرایی می‌کردند از فارم گوسفندان نسل قره قل در ولایت جوزجان بازدید نمودند. 
حاجی عبدالغفور حکیمی مسوول فارم قره قل  در مورد نگهداری و پرورش نسل کم یافت قره قل به هیئت معلومات اراییه کرده و گزارش را بیان کرد. 
در این فارم بیش از ۵۰۰ راس گوسفند نگهداری می‌شود و سالانه از آن حدود ۱۰۰ چوچه بره  نسلگیری می‌شود‌.  
 پیشینه فعالیت این فارم به بیش از ۵۰ سال می‌رسد و هدف  از ایجاد فارم حفظ نسل گوسفندان قره قل می‌باشد‌.
گوسفند قره قل دارای ارزش اقتصادی زیاد می‌باشد که از شهرت جهانی برخوردار است.
 پوست و پشم آن از اقلام مهم صادراتی افغانستان می‌باشد. این فارم در سال ۱۳۴۳ تاسیس شده که به منظور تکثیر نسل گوسفندان قره قل فعالیت کند‌.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت