سږکال د کندز د خټکیو حاصلات ۲۱ سلنه زیاته شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۶/۷ - ۱۰:۱
سږکال د کندز د خټکیو حاصلات ۲۱ سلنه زیاته شوې

۷ وږی ۱۳۹۸
د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې سږکال ددې ولایت د للمي او اوبیزو پالیزونو د خټکیو حاصلات ۲۱ سلنه زیاته شوې ده.
د کندز د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې سږ کال ددې ولایت په دوه زره او ۹۸۴ هکټاره ځمکه کې للمي خټکي او په یو زر او ۳۶۴ هکټاره ځمکه کې اوبیزې خټکي کرل شوي دي. ددې ریاست په خبره په کندز کې د اوبیزو خټکیو ټولیز محصولات ۲۲ زره او ۳۸۰ مټریک ټنو او د للمي خټکیو محصولات شپږ زره او ۸۲۰ مټریک ټنو ته رسیږي. د یاد ریاست په خبره ددې ولایت د خټکیو سږنۍ حاصلات ۲۱ سلنه زیاتوالی ښیي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال ددې ولایت په څلور زره او ۳۰۶ هکټاره ځمکه کې للمي او اوبیزې خټکي کرل شوي وو، چې ټولیز محصولات یې څه باندې ۲۴ زره ټنو ته و رسېد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۴:۱۴
Background image

پکتیا کې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د کنترول او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

۱۱ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو له امله د زیانمن شویو سیمو د کنترول او عامه پوهاوي په موخه یو ورځنی سیمینار د پکتیا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۹:۵۷
Background image

د کندز د کرنې رییس د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د شمال ختیځ زون مشر سره وکتل

۱۱ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیاز محمد عابد د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» د شمال ختیځ زون مشر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۹:۵۵
Background image

د بادغیس ولایت د کرنې نوی رییس معرفي شو

۱۱ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د حکم پر بنسټ، مولوی شاه محمد سروري د بادغیس ولایت. . .

بازگشت