یوشمېر نورستاني کروندګرو او مالدارانو سره مرستې وشوې

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۴ - ۱۴:۲۲
یوشمېر نورستاني کروندګرو او مالدارانو سره مرستې وشوې
 
۲۴وږی ۱۳۹۹
د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» په همکارۍ ددې ولایت له یوشمېر کروندګرو او مالدارانو سره د جلغوزیو د غوټو راټولولو د عصري بیاتي ګانو، د شېدو دحفظ الصحې کڅوړو او د رب او اچارو د جوړولو د اړونده توکو مرستې وکړې.
د نورستان د کرنې رییس عبدالوهاب نسیمي وویل، دغه توکي چې په کې د جلغوزیو د غوټو راټولولو ۱۲۰ عصري بیاتي ګانې، د شېدو د حفظ الصحې ۴۳ کڅوړې، چې په هره کڅوړه کې یې د شېدې د پروسس لس توکي دي او د رب او اچارو د جوړولو درې کڅوړې شامل دي، د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې په همکارۍ ددې ولایت پر یوشمېر بزګرانو او مالدارانو وېشل شوي دي.
ددغو پروژو د پلي کولو موخه په دې ولایت کې د جلغوزیو د حاصلاتو خوندي ټولولو ته زمینه برابرول، د خوړو خوندیتوب، د شېدې حفظ الصحې ته پاملرنه او د بېوزلو کورنیو اقتصادي ملاتړ دی.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۶
Background image

د کرنې وزارت او همکارو بنسټونو ترمنځ د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو خونې او د همکارو مؤسسو او دفترونو د استازو ترمنځ د بزګر مېلې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۳۰
Background image

ننګرهار کې د چکډېمونو ډکېدل؛ د کرنې وزارت د اوبو مدیریت پروګرام د بزګرانو لپاره هیله بښونکي پایلې

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وروستیو کلونو کې د هېواد په کچه د اوبو د مدیریت، د وچکالۍ د اغېزو د کمولو او د کرنیزو تولیداتو د. . .

بازگشت