کندهار کې پر یوشمېر بې وزله کورنیو مرستې وېشل کېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۱:۵۷
کندهار کې پر یوشمېر بې وزله کورنیو مرستې وېشل کېږي

۲۴ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپایي ټولنې په مالي او د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ، د کندهار ښار په ۶مه، ۹مه او ۱۲مه ناحیه کې له ۶۰ بې‌وزله کورنیو سره د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه مرسته ترسره کېږي. چې د یادې مرستي لپاره د نوم لیکنې لړۍ بشپړه شوه. 
په دې مرسته کې، هرې کورنۍ ته ۴۵۰۰ افغانۍ نغدې مرسته ورکول کېږي، ترڅو له دې لارې د ۲۰ کورنیو لخوا کوچني څاروي وپېرل شي، پالنه یې وکړي او وروسته یې په ګټه وپلوري. همداراز، له ۴۰ نورو کورنیو سره د وړیو څخه د تار جوړولو په موخه نقدي مرسته وېشل کېږي، ترڅو له وړیو تار جوړ کړي او په بازارونو کې یې وپلوري او عاید ترلاسه کړي.
د دې پروګرام موخه د بېوزلو کورنیو ملاتړ، لنډمهاله کاري فرصتونو برابرول، د عاید لاسته راوړنه، او د دغو کورنیو اقتصادي وضعیت ته وده ورکول دي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم، د کندهار د کرنې ریاست په هڅو، د اروپایي ټولنې په مالي او د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ، د یادو مرستو تر څنګ د څارویو لپاره د واکسین برابرولو، عصري غوجلو جوړولو او ورته نورو برخو کې مرستې ترسره شوي دي. همداراز، هڅې روانې دي ترڅو د مالدارۍ په برخه کې نورې پروژې هم پلي شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۰:۱۱
Background image

د کرنې وزارت اداري رییس سرپل ولایت ته د خالصه جایدادونو او عایداتي سرچینو د ارزونې په موخه سفر وکړ


۱ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۵ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اداري رییس قاري محمد اکبر امیني، د خالصه جایدادونو د تثبیت او اجاره ورکولو په موخه سرپل ولایت ته سفر وکړ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۱۸
Background image

د کرنې وزیر د روسیې د انرژۍ وزارت له مرستیال سره وکتل


۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري،د یوه پلاوي په ملتيا د ۲۰۲۵ کال د روسیې د اقتصادي کنفرانس په څنډه کې د دغه هېواد د انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر او مل پلاوي یې د روسیې له ځینو پانګوالو سره وکتل

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري، د صنعت، سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونو د لوړپوړو چارواکو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې. . .

بازگشت