کندهار کې بزګرانو ته د څاڅکو اوبو لګولو سیستم د پراختیا په موخه عملي او نظري روزنه ورکړل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۳۰
کندهار کې بزګرانو ته د څاڅکو اوبو لګولو سیستم د پراختیا په موخه عملي او نظري روزنه ورکړل شوه

۲۴ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ژړۍ ولسوالی د کرنې د ترویج مدیریت د تخنیکي ټیم په همکارۍ، یو شمېر بزګرانو ته د څاڅکو (قطریي) اوبو لګولو سیستم د پراختیا او اغېزمنې استفادې په موخه عملي او نظري روزنه ورکړل شوه.
په دې روزنیز پروګرام کې بزګرانو ته د څاڅکو اوبو لګولو سیستم د ګټو، تخنیکي ځانګړتیاوو او سمې کارونې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول. همدارنګه ګډونوالو ته د کرنیزو کښتونو او بڼونو لپاره د دې سیستم د نصب عملي زده کړه هم ورکړل شوه، ترڅو وکولای شي په خپلو کرنیزو ځمکو کې له دې عصري میتود څخه په سمه او اغېزمنه توګه ګټه واخلي.
د روزنې پر مهال د اوبو د منظم مدیریت، د اوبو د سپما، د خړوبولو د لګښتونو د راکمولو او په لږو اوبو او لنډ وخت کې د ډېرو کرنیزو ځمکو د خړوبولو پر ارزښت هم مفصلې خبرې وشوې. مسؤلینو ټینګار وکړ چې د څاڅکو اوبو لګولو سیستم د اوبو د کمښت له ننګونو سره د مبارزې لپاره یو اغېزمن او اقتصادي حل دی، چې د حاصلاتو په زیاتوالي او د طبیعي سرچینو په خوندي کولو کې مهم رول لري.
د دې روزنیز پروګرام موخه بزګرانو ته د اوبو سپما لپاره د نوې او مؤثرې ټکنالوژۍ معرفي کول، د اوبو د اغېزمن مدیریت دودول، د کرنیزو ځمکو او بڼونو خړوبول په لږو اوبو او د څاڅکو اوبو لګولو سیستم په اړه د بزګرانو د عملي او مسلکي وړتیاوو لوړول دي.
د یادونې وړ ده، چې په راتلونکې کې به د کندهار د ډنډ ولسوالی لسګونو نورو بزګرانو ته هم د څاڅکو اوبو لګولو سیستم په اړه ورته عملي او نظري روزنیز پروګرامونه ترسره شي، ترڅو د عصري اوبو لګولو د سیستمونو کارونه لا نوره هم پراخه شي.


به‌منظور گسترش سیستم آبیاری قطره‌ای، به دهقانان در کندهار آموزش عملی و نظری ارائه شد
۲۴ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ محرم‌الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار، با همکاری تیم تخنیکی مدیریت ترویج زراعت ولسوالی ژړۍ، به شماری از دهقانان به‌منظور گسترش و استفاده مؤثر از سیستم آبیاری قطره‌ای، آموزش‌های عملی و نظری ارائه کرد.
در این برنامه آموزشی، معلومات همه‌جانبه‌ای درباره مزایا، ویژگی‌های تخنیکی و شیوه درست استفاده از سیستم آبیاری قطره‌ای به دهقانان ارائه شد. همچنان، اشتراک‌کنندگان به‌گونه عملی با نحوه نصب این سیستم برای کشتزارها و باغ‌ها آشنا شدند تا بتوانند از این روش نوین در زمین‌های زراعتی خود به‌صورت درست و مؤثر استفاده کنند.
در جریان این آموزش، در مورد مدیریت منظم آب، صرفه‌جویی در مصرف آب، کاهش هزینه‌های آبیاری و آبیاری ساحات بیشتر زراعتی با آب کمتر و در زمان کوتاه نیز به‌گونه مفصل بحث شد. مسئولان تأکید کردند که سیستم آبیاری قطره‌ای، راه‌حلی مؤثر و اقتصادی برای مقابله با کمبود آب است و در افزایش حاصلات و حفظ منابع طبیعی نقش مهمی دارد.
هدف از برگزاری این برنامه آموزشی، معرفی فناوری‌های نوین و مؤثر برای صرفه‌جویی در مصرف آب، ترویج مدیریت مؤثر منابع آبی، آبیاری زمین‌های زراعتی و باغ‌ها با آب کمتر و ارتقای ظرفیت‌های عملی و مسلکی دهقانان در زمینه استفاده از سیستم آبیاری قطره‌ای عنوان شده است.
گفتنی است که در آینده نیز برای ده‌ها تن از دهقانان ولسوالی دند ولایت کندهار، برنامه‌های مشابه آموزشی عملی و نظری در زمینه سیستم آبیاری قطره‌ای برگزار خواهد شد تا استفاده از سیستم‌های نوین آبیاری بیش از پیش گسترش یابد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۴:۴۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د هرات د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۱۹ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۲:۳۸
Background image

د کرنې وزیر د افغانستان لپاره د ایران له سفیر سره د کرنې او مالدارۍ نړیۍوال نندارتون په اړه خبرې وکړې

۱۹ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر علیرضا بیکدلي سره وکتل. په دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۸
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د چمتووالي له بهیر څخه لیدنه وکړه

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په حضوري چمن کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال. . .

بازگشت