کابل کې د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون پرانیستل شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۰:۵
کابل کې د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون پرانیستل شو

۱۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لهخوا د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون« د افغانستان دکرنې او مالدارۍ په برخو کې پانګه‌ونه، د هېواد داقتصادي ودې او پرمختګ تر ټولو ډاډمنه لار» تر شعار لاندې د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې پرانیستل شو.
په دغه نندارتون کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري، د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور، د کرنې، اقتصاد او لوړو زده‌کړو وزارتونو مرستیالان، په افغانستان کې د ایران سفیر، د ټیکا رییس، د ازبکستان د سفارت دیپلوماتان، د ډاکار رییس، سلګونه سوداګر، متشبثین او د بېلابېلو ادارو مسوولین ګډون درلود.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري په خپله وینا کې د نندارتون د جوړېدو موخه د هېواد د کرنیزو او مالدارۍ لاسته راوړنو معرفي کول وبلل او وې ویل، پر کرنه او مالدارۍ د امارت تمرکز د تولیداتو د زیاتوالي او په خوړو کې د ځان‌بساینې لامل شوی دی. هغه زیاته کړه: «د افغانستان محصولات د کیفیت له پلوه په نړۍواله کچه بې سارې دي او د هېواد طبیعي ظرفیتونه د ډېرو هېوادونو په پرتله غوره دي.» نوموړي همدارنګه د سړو خونو پر جوړولو، د څړځایونو پر سروې، د خصوصي پانګونې پر هڅونې او په کال کې تر پنځه میلیون مټریک ټنو پورې د غنمو د تولید زیاتوالي ته اشاره وکړه.
په همدې حال کې، د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور، امنیت او کرنه د هېواد د پرمختګ دوه بنسټیز عوامل وبلل او له خلکو یې وغوښتل، چې د اوبو سرچینو سمې کارونې ته جدي پاملرنه وکړي.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني؛ دغه نندارتون د بزګرانو، مالدارانو، خصوصي شرکتونو او خلکو تر منځ د اړیکو جوړولو ښه فرصت وباله.
همدارنګه د کرنې وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان، د کرنې پر میکانیزه کولو او د معاصرو ماشینونو پر برابرولو ټینګار وکړ.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملاآغاجان سالم، د نندارتون د جوړېدو موخه د کورنیو محصولاتو بازارموندنه او پېژندنه وبلله او وې ویل، چې د افغاني تولیداتو ملاتړ د اقتصادي ودې او د کارموندنې د فرصتونو زمینه برابروي.
د اقتصاد وزارت مرستیال ډاکټر عبداللطیف نظري، د کورنیو محصولاتو د پېژندنې او بازارموندنې په برخه کې د دغه نندارتون ارزښت خوار غوره وبلله او د پروسس، بسته بندۍ او صادراتو پر معیاري کولو یې ټینګار وکړ.
یاد نندارتون د تلې له ۹ تر ۱۲ نېټې پورې دوام لري او په ۲۶۳ غرفو کې کرنیز محصولات، د مالدارۍ تولیدات او د ښځو لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شوي، چې له دې ډلې ۵۶ غرفې د ښځو لاسي صنایعو ته ځانګړې شوې دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د ننګرهار ګوشتې ولسوالی کې د ځنګلونو د ساتنې او غیرقانوني قطعې د مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه

۱۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ګوشتې ولسوالی د ځنګلونو مدیریت مسؤلینو د ګوشتې ولسوالی د دوړ خېلو او خوګا خېلو کلیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۰:۳۷
Background image

د ننګرهار یوشمېر ولسوالیو کې بزګرانو او بڼوالو ته مسلکي روزنه ورکړل شوه

۱۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په شېرزاد، حصارک او ګوشتې ولسوالیو کې  بزګرانو او بڼوالو  ته د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې مسلکي او عملي روزنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

بازگشت