پکتیکا کې پر ۵۲ ښوونکو شیدې ورکوونکې غواوې ووېشل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۹ - ۱۱:۱۱
پکتیا کې پر ۵۲ ښوونکو شیدې ورکوونکې غواوې ووېشل شوې
 
۱۹ وږی ۱۳۹۹
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف په مالي ملاتړ او افغانانو لپاره د مرستود همغږۍ موسسې «COAR» په همکارۍ د دې ولایت پر ۵۲ ښوونکو شیدې ورکوونکې غواوې وېشلي دي.
دغه شیدې ورکوونکې غواوې ددې ولایت په ۲۶ بېلابېلو سیمو کې د ۵۰ سیمه‌ییزو ښوونځیو پر ۵۲ اړمنو ښوونکو د دوی د کورنیو اقتصادې ودې په موخه وېشل شوي دي.
له دغو مرستو څخه برخمن شوې ښوونکي تر دې مخکې د مالدارۍ او حفظ‌الصحې په برخه کې روزل شوې هم دي.
ددې پروژې د پلي کولو موخه په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور ته پراختیا ورکول او د بېوزلو کورنیو اقتصادي ملاتړ دی.

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت