پکتیکا کې پر بزګرانو د غنمو ۲۲۸مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲ - ۱۳:۳۳
۲۲۸ متریک تن تخم اصلاح‌شده‌ی گندم به دهقانان ولایت پکتیکا توزیع می‌شود


۲ لیندۍ ۱۳۹۹
د پکتیکا ولایت پر څلور زره او ۵۶۰ بزګرانو د ۲۲۸ مټریک ټنه اصلاح شویو غنمو تخمونو د وېش لړۍ پیل شوه.
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت په څلور زره او ۵۶۰ بزګرانو د غنمو ۲۲۸ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه، د سبسایډي په ډول د برخمن شویو بزګرانو په ۴۰ او د کرنې وزارت په ۶۰ سلنه لګښت وېشل کیږي، چې ورسره به ددې ولایت په زرګونه جریبه ځمکه کې د غنمو اصلاح شوي تخمونه وکرل شي.
د پکتیکا ولایت د کرنې ریاست وایي، چې د دغو اصلاح شویو تخمونو د وېش موخه په دې ولایت کې د غنمو د حاصلاتو زیاتوالی او د بزګرانو ملاتړ دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۴
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په پنځم ملي او نړیوال صنعت او معدن نندارتون کې خپل تولیدات نندارې او پلور ته وړاندې کړل

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
کابل کې د صنعت او کانونو د اوونۍ پنځم ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستل شو، چې پکې د ننګرهار وادي کرنیز امارتۍ شرکت هم د خپلو معیاري او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱۳
Background image

د ولایتي پلاوي په ملتیا ولسوالیو ته د غزني د کرنې ریاست مشرتابه سفر؛ د کرنیزو ستونزو د حل او پراختیایي پروژو پر چټکتیا ټینګار وشو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس د غزني ولایت د والي ولي جان حمزه په مشرۍ د ولایتي پلاوي په ترکیب د ناور، اجرستان،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱
Background image

کونړ ولایت کې د انټیروټوکسیمیا واکسین د تطبیق پروګرام پیل شوو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د کرنې نړۍوال صندوق په مالي. . .

بازگشت