پکتیکا کې د مڼو حاصلات ۲۰ سلنه زیات شوي

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۲ - ۱۳:۴۳
پکتیکا کې د مڼو حاصلات ۲۰ سلنه زیات شوي


۲۲ لړم ۱۳۹۹
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په خبره د تېر په پرتله ددې ولایت د مڼو بڼونو حاصلات د کمیت او کیفیت له پلوه ښه شوي دي. د یاد ریاست په خبره د پکتیکا د مڼو د بڼونو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله ۲۰سلنه زیات شوي دي. تېر کال ددې ولایت د مڼو له بڼونو پنځه زره او ۱۲۰ مټریک ټنه مڼې راټولې او بازار ته وړاندې شوې وه.
د پکتیکا ولایت د بڼوالو د عوایدو زیاتولو په پار د کرنې وزارت له خوا ګڼ شمېر پروژې پلي شوي دي، چې په کې انګورو بڼوالو لپاره ممیزخونې جوړول، د مڼو بڼوالو لپاره سړې خونې جوړول او په ټوله کې د بڼوالو بڼونو خړوبولو په پار چکډمونه جوړول او پر بڼوالو اصلاح شوي نیالګي وېشل شامل دي. ددې ترڅنګ بڼوالو ته روزنه ورکول او د بڼونو د افتونو او ناروغیو د کنټرول او درملنې په پار پراخ پروګرامونه پلي کول هغه څه دي، چې د کرنې وزارت له خوا ددې ولایت د بڼوالۍ د پراختیا په پار تر سره شوي دي. د یادو چوپړونو ترڅنګ سږکال د دې ولایت د مڼو بڼوالو لپاره د مڼو ۳۳ نوي سړې خونې جوړیږي، چې د جوړېدو چارې یې د بشپړېدو په درشل کې دي او ډېر ژر به ګتې اخیستنې ته وسپارل شي.
د پکتیکا اقلیم سوړ او په ژمي کې یې هوا ډېره سړه اما په اوړي کې معتدله وي ځکه نو ددې سیمې مڼې او زردالو ښه حاصل ورکوي.
یوسف خېل، یحی خېل، ارګون، سروبي، خیرکوټ، مټاخان، جانیخېل او سروضي ولسوالۍ او د پکتیکا مرکز شرنه په دې ولایت کې د مڼو عمده تولیدوونکي سیمي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۷:۳۶
Background image

د کرنې وزارت وياند د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالی د انارو بڼونو څخه لیدنه وکړه

 

۱۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس او ویاند مولويشېر محمد حاتمي، کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۲:۵۴
Background image

دکندهار و لایت د کوه‌کران څېړنیز فارم بریالۍ څېړنې


۱۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د یاد ولایت کوه‌کران څېړنیز فارم، چې په ۱۳۹۹ هـ.ش کال کې د کندهار ښار په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۲:۵۰
Background image

د کرنې وزارت وياند د کندهار د کوه‌کران څېړنیز فارم څخه ليدنه


۱۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس او ویاند مولوي شېر محمد حاتمي، کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه. . .

بازگشت