پکتیکا کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا د ۳۹ پروژو تړونونه لاسلیک شول

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۱ - ۱۱:۳۱
پکتیکا کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا د ۳۹ پروژو تړونونه لاسلیک شول
۳۱ غبرګولی ۱۳۹۹
پکتیکا کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا اړونده د ۳۹ پروژو تړونونه نن د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د پراختیا سکټوري پروژې او له دغو بنسټونو څخه د پکتیکا ولایت د برخمن شویو بزګرانو او بڼوالو ترمنځ لاسلیک شول.
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د ننني هوکړې پر بنسټ، د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د ودې او د بزګرانو د اقتصادي ودې په پار، د پکتیکا ولایت په مرکز شرنه او ددې ولایت په یوسف خېل او یحی خېلو ولسوالیو کې د نږدې ۱۹ میلیونه او ۳۴۸ زره او ۹۴۵ افغانیو په ارزښت ۳۹ پروژې پلي کیږي، چې په کې د پیازو او کچالو صفر انرژۍ زېرمتونونه او ممیزخونې جوړول شامل دي.
تر دې وړاندې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنیزو محصولاتو د مدیریت برنامه طرحه، د عالي اقتصادي شورا له خوا تایید او د هېواد ولسمشر محمداشرف غني له خو منظور شوې وه.
دمګړۍ د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د برنامې پروژې، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د پلي کېدو په حال کې دي.
ددې برنامې په اډانه کې د کرنې وزارت په ۹۰ سلنه ونډې سره بزګرانو ته زرګونه ممیزخونې، د پیازو زرګونه زېرمتونونه، د کچالو زرګونه زېرمتونونه او دسارک سلګونه سړې خونې جوړیږي. دغه راز پر زرو بڼوالو د مېوو وچوونکې ماشینونه هم وېشل کیږي.
د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د برنامې د پروژو په پلي کولو سره لسګونه زره کسانوته لنډ مهالې دندې او په زرهاوو کسانو ته د تلپاتې دندې زمینه برابریږي.
د کرنې وزارت دغه پروژې په داسې حال کې پلی کیږي، چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د کاروبار کچه ټېټه شوې ده، خو د کرنې وزارت د یادو پروژ پلي کېدو سره، چې بڼوالو او بزګرانو ته په کې بنسټیز زېربناوې جوړیږي، په کلیو او بانډو کې تر یوه کچه د اوزګارتیا ستونزه هواره کړې ده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۳:۲۳
Background image

کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون د ۱۴۰۴ هـ.ل کال د تلې له ۹ تر ۱۲مې نېټې پورې، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۸:۵۰
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو کورنیو د شېدو راټولولو توکي ووېشل شول

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار خیریه مؤسسې له لورې ۱۵۰ کورنیو ته د یو میلیون او ۱۲۲ زره افغانیو په لګښت د شېدو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۲۹
Background image

پنجشېر کې د لوبیا حاصلات زیات شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اعلان کړی، چې په روان کال کې د دې ولایت د لوبیا حاصلات د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زیات شوي. . .

بازگشت