پکتیکا کې حیواني او نباتي درمل پلورونکو سره غونډه وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۱:۵۲
پکتیکا کې حیواني او نباتي درمل پلورونکو سره غونډه وشوه

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج اړوند د بوټوساتنې او قرنطین په عمومي مدیریت کې د حیواني او نباتي درملو پلورنکو سره یوه مشورتي غونډه ترسره شوه. 
په غونډه کې د پکتیکا دکرنې ریاست د مدیریت مسلکي کارکوونکو، او د درملو پلورونکو ګډون کړی و.
د غونډې په جریان کې ګډونوالو ته د تاریخ تېرو، بی‌کیفیته او بې لیبله درملو د مخنیوي، د درملو او واکسینونو د ساتلو مناسبو شرایطو، د حیواني او نباتي درملو د جلا ساتنې، او همداراز د درملو د پلور لپاره د مناسب چاپېریال برابرولو په اړه مهمې لارښوونې وړاندې شوې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت: په هډې فارم ثمرخېلو قوریه کې د پالونیا قلمو روزنه بریالۍ پایله ورکړه


۱۳ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د پالونیا ونو د ودې او پراخ ترویج په موخه یو مهم عملي او علمي ګام پورته کړی، چې د هډې فارم ثمرخېلو قوریه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۷:۱
Background image

ننګرهار ته د پاکستان هېواد څخه په غیر قانونې ډول د خوسکیو واردولو مخه ونیول شوه


۱۳ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالی وزیرو تنګي کې یو تن د ۲۹ راسه یو کلنو خوسکیو سره ونیول شو چې د کرمې څخه یي په غیر قانوني لارو ننګرهار ته را. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۵:۲۹
Background image

دهلمند مارجې ولسوالی بزګرانو ته د نباتي ناروغیو مخنیوی په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو

۱۳ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت مسلکي کارکوونکو د مارجې. . .

بازگشت