پکتیا کې پر ۱۵۰ قوریه لرونکو د کورنیو قوریو اړونده توکي ووېشل شول

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۰ - ۱۴:۱۸
 پکتیا کې پر ۱۵۰ قوریه لرونکو د کورنیو قوریو اړونده توکي ووېشل شول


۱۰ لېندۍ ۱۳۹۸
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د جلغوزې او چهارمغزو د ځنګلونو د بیارغونې په پار د یاد ولایت د ځاځي اریوب او څمکنیو ولسوالیو پر ۱۵۰ قوریه لرونکو د جلغوزې او چهارمغزو د کورنیو قوریو د جوړولو اړونده توکي وېشل شوي دي.
د پکتیا د کرنې ریاست وایي، چې ددې ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ پر ۸۰ او د څمکنیو ولسوالۍ پر ۷۰ قوریه لرونکو د کورنیو قوریو د جوړولو اړونده توکي وېشل شوي دي.
د چارواکو په خبره په وېشل شويو توکو کې هر قوریه لرونکي ته د جلغوزې دوه کیلو تخم، دوه دانې بېلچې او لاستې، د خېشاوې لپاره دوه رمبې، یوه دانه پلاستیکي اوبه شیندونکی، یوه دانه ۱۰ لېټره د درملو شیندلو ماشین، ۱۳ کیلوګرامه توره او ۱۳ کیلوګرامه سپینه سره، د ناروغیو او افتونو د کنټرول یو لېټر درمل، یو کیلو پلاستیکي رسۍ، د جلغوزیو د کرلو لپاره ۱۸ کیلو ګرامه پلاستیکي کڅوړې، د تونلونو لپاره پلاستیک او د دوه مترو په سور سره تونلونه ورکړل شوي دي. دغه راز دغو قوریه لرونکو ته به د چهارمغزو ۳۰ کیلو ګرامه تخمونه هم ورکړل شي.
باید وویل شي، چې له دې پروژې څخه برخمن شوي ټول قوریه لرونکو ته د جلغوزې او چهارمغزو د کرکېلي روزنه هم ورکړل شوي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت