پکتیا کې پر یوشمېر بزګرانو د پستې، زیرې او نخودو تخمونه ووېشل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱/۱۲ - ۱۹:۴۵
پکتیا کې پر یوشمېر بزګرانو د پستې، زیرې او نخودو تخمونه ووېشل شول


۱۲ وری ۱۳۹۹
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» په همکارۍ ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پر ۳۶ مخکښو بزګرانو د پستې، زیرې او نخودو تخمونه وېشلي دي.
د پکتیا د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې هر بزګر ته پنځه کیلو د پستې تخم، پنځه کیلو د نخودو، پنځه کیلو د زیرې تخم او د پستې د تخم د کښت په پار ۱۰ کیلو خریطې وېشل شوي دي.
له دغو مرستو څخه برخمن شوي بزګران د کرنې وزارت له مرستو او همکاریو مننه وکړه او د نورو مرستو غوښتونکي شول.
د پکتیا د کرنې ریاست هلې ځلي کوي، چې په دې ولایت کې اصلاح شوي تخمونه ترویج او د بزګرانو او بڼوالو عواید ډېر کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې. . .

بازگشت