پکتیا کې د لسو استنادي دېوالونو د رغولو تړونونه لاسلیک شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۰ - ۱۳:۷
پکتیا کې د لسو استنادي دېوالونو د رغولو تړونونه لاسلیک شول

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۰
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست وایي، چې د کرنې وزارت د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې «EATS» او دیاد ولایت د سیمه ییزو شوراګانو ترمنځ د لسو استنادي «محافظتي» دېوالونو د رغولو تړونونه لاسلیک شول.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د پکتیا والي محمد حلیم فدایي، د کرنې رییس انجنیر محمددین مومند، د سیمه ییزو شوراګانو او د کرنې او خوړو خودیتوب بېړنۍ پروژې استازو او یوشمېر سیمه ییزو چارواکو ګډون درلود.
د پکتیا دکرنې رییس محمددین مومند وویل، چې د یادو لسو پروژو ۹۰ سلنه لګښت د کرنې وزارت او لس سلنه لګښت یې د کلیوالي شوراګانو له خوا ورکول کېږي، چې د پکتیا د مرکز په ګډون ددې ولایت د احمد خېلو، ډنډ پټان او شواک ولسواليو اړوند په بېلابېلو سیمو کې به یې چارې پيل شي.
د ښاغلي موند په خبره ددغو پروژو په پلي کېدو سره زرګونه جریبه ځمکه خوندي او د سیمې خلکو ته د کار زمینه برابرېږي.
په همدې حال کې، د تړونونو لاسلیک غونډې ته د پکتیا والي محمد حلیم فدایي وویل، چې یادې پروژې له دې امله چې په ټوله کې د ولس له پاره غوره چوپړتیاوې دي، اړینه ده چې په اساسي ډول یې چارې پیل او بشپړې او د‌ جوړولو د چارو څخه يې نظارت ترسره شي.
ددغو پروژو ټولیز لګښت ۳۶ میلیونه افغانۍ ده، چې د درو میاشتو په ترڅ کې بشپړېږي او موخه یې له تخریب څخه د کرنیزو ځمکو خوندي کول، د اوبو د ضایعاتو مخنیوی او د اوبو د لارو چارو سمون دی.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۷:۳۶
Background image

د کرنې وزارت وياند د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالی د انارو بڼونو څخه لیدنه وکړه

 

۱۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس او ویاند مولويشېر محمد حاتمي، کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۲:۵۴
Background image

دکندهار و لایت د کوه‌کران څېړنیز فارم بریالۍ څېړنې


۱۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د یاد ولایت کوه‌کران څېړنیز فارم، چې په ۱۳۹۹ هـ.ش کال کې د کندهار ښار په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۲:۵۰
Background image

د کرنې وزارت وياند د کندهار د کوه‌کران څېړنیز فارم څخه ليدنه


۱۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس او ویاند مولوي شېر محمد حاتمي، کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه. . .

بازگشت